Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




قاضيانو 17:1 - Pakistani Yousafzai Pashto

1 يو ځل يو سړے وو چې نوم يې ميکاه وو، هغه د غرونو په مُلک اِفرائيم کښې اوسېدو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




قاضيانو 17:1
11 Iomraidhean Croise  

دا د هغه دولسو آفسرانو او د هغه ضِلعو نومونه دى چې هغوئ د کومو آفسران وُو. بِن‌حُور، د اِفرائيم د غرونو مُلک،


د هغه ځائ نه دا د نفتوح چينو ته او بهر د عِفرون سره نزدې ښارونو ته تلے وو. دا هلته د بعله يعنې قِريَت‌يعريم طرف ته تاو وو،


هغوئ له څلور ښارونه ورکړے شوى وُو، شِکم او د اِفرائيم د غرونو په مُلک کښې د دې د څرن زمکه (شِکم د پناه يو ښار وو)، جزر،


هغوئ هغه د اِفرائيم د غرونو په مُلک کښې د تمنت‌سِره سره په خپله زمکه کښې ښخ کړو چې دا مُلک د جعس غر شمالى طرف ته دے.


د ابى‌مَلِک د مرګ نه پس د دودو نمسے او د فُوه زوئ، تولع د بنى اِسرائيلو د بچ کولو دپاره راغلو. هغه د يساکار د قبيلې نه وو او د اِفرائيم د غرونو په مُلک سمير کښې اوسېدو.


د هغۀ وروڼه او د هغۀ د خاندان نور کسان د هغۀ لاش وړلو له راغلل. هغه يې واپس يوړو او د صُرعا او اِستال په مينځ کښې د خپل پلار منوحه په قبر کښې يې ښخ کړو. هغه شل کاله د بنى اِسرائيلو قاضى وو.


هغۀ خپلې مور ته ووئيل، ”کله چې ستا نه هغه يوولس سوه د سپينو زرو سيکې چا پټې کړې، نو ما واورېدل چې تا هغه غل ته ښېرې وکړې. ګوره، هغه پېسې ما سره دى او هغه ما اخستې دى.“ د هغۀ مور ووئيل، ”زما زويه، مالِک خُدائ دې تا له برکت درکړى.“


هغوئ د هغه ځائ نه لاړل او د غرونو په مُلک اِفرائيم کښې د ميکاه کور ته راغلل.


نو د دان د قبيلې د ټولو کورَنو نه پينځۀ تکړه سړى خوښ کړل. هغوئ يې د صُرعا او اِستال ښارونو نه ولېږل او ورته يې ووئيل چې، ”د هغه مُلک تحقيق وکړئ او ويې لټوئ.“ کله چې هغوئ د غرونو مُلک اِفرائيم ته ورسېدل، نو هغوئ د ميکاه په کور کښې ايسار شول.


کله چې هغه د غرونو مُلک اِفرائيم ته ورسېدو، نو هغۀ بيګل وغږولو چې بنى اِسرائيليان د جنګ دپاره راغونډ کړى، بيا يې هغوئ د غر نه لاندې بوتلل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan