7 سمسون ورته په جواب کښې وفرمائيل، ”کۀ هغوئ د ليندې په اوو نوؤ مزو باندې ما وتړى چې هغه تازه وى او اوچ شوى نۀ وى، نو زۀ به د نورو په شان کمزورے شم.“
رښتينې خبرې د تل دپاره قائمې وى، خو د دروغو مزے لنډ وى.
کۀ هوښيارې خبرې د يو کم عقل دپاره نامناسبه وى، نو د يو بادشاه دپاره به دروغژنې شونډې څومره نامناسبه وى.
لکه څنګه چې ځينې خلق په مونږ دا اِلزام لګوى چې مونږ خلقو ته داسې وايو چې، راځئ چې مونږ بد وکړو چې نېکى ترې پېدا شى، نو کوم خلق چې په مونږ داسې اِلزام لګوى هغوئ د سزا لائق دى.
خپل ځان له دوکه مۀ ورکوئ، څوک هم د خُدائ پاک پورې ټوقې نۀ شى کولے، ځکه څوک چې څۀ کَرى هغه به رېبى.
يو بل ته دروغ مۀ وايئ ځکه چې تاسو خپل زوړ د ګناه فطرت د دې د عملونو سره اخوا کړو،
دليلې سمسون ته ووئيل، ”ګوره، تا زما نه بېوقوفه جوړه کړې ده او ما ته دې دروغ ووئيل. اوس ما ته ووايه چې تۀ څنګه ښۀ تړلے کېدے شې.“
نو دليلې سمسون ته ووئيل، ”مِهربانى وکړه ما ته ووايه چې تۀ په څۀ څيز دومره تکړه يې. کۀ څوک تا تړل او کمزورے کول وغواړى نو هغه داسې څنګه کولے شى؟“
نو فلستى بادشاهانو دليلې له د ليندې اووۀ مزى راوړل چې اوچ شوى نۀ وُو او هغې پرې سمسون وتړلو.
په بله کوټه کښې د هغې څۀ سړو اِنتظار کولو، نو هغې چغه کړه، ”سمسونه، ستا د نيولو دپاره فلستيان راغلى دى.“ خو هغۀ د ليندې مزى داسې وشلول لکه چې په تارونو باندې اور ولګى او وشليږى. خو هغوئ ته بيا هم د هغۀ د طاقت د راز پته ونۀ لګېده.
ساؤل د ميکل نه تپوس وکړو، ”تا زما سره داسې دوکه ولې وکړه او زما دشمن سره دې په تښتېدو کښې مدد ولې وکړو؟“ هغې ورته په جواب کښې ووئيل، ”هغۀ ما ته ووئيل چې کۀ په تښتېدو کښې مې د هغۀ مدد ونۀ کړو نو هغه به مې ووژنى.“
اکيس به د هغۀ نه تپوس کولو، ”دا ځل تۀ په کوم ځائ حملې کولو له تلے وې؟“ نو داؤد به ورته فرمائيل چې زۀ د يهوداه جنوبى حِصې يا د يرحمئيل قبيلې علاقې ته، يا هغې علاقې ته تلے وم چرته چې قينيان اوسېدل.