Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




قاضيانو 16:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 د هغې نه پس، سمسون په يوه ښځه باندې مئين شو چې نوم يې دليله وو، چې هغه د سورِق په مېدان کښې اوسېده.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




قاضيانو 16:4
9 Iomraidhean Croise  

او سليمان د پردى مُلک د ډېرو ښځو سره مينه کوله. د فِرعون د لور نه علاوه هغۀ حِتۍ، موآبۍ، عمونۍ، ادومۍ او صيدانۍ ښځې وادۀ کړې.


ما ورته ووئيل، ”سليمان د پردى مُلک د ښځو په وجه ګناه وکړه. هغه داسې سړے وو چې هغه د نورو قومونو د هر يو بادشاه نه لوئ وو. خُدائ پاک د هغۀ سره مينه کوله او هغه يې د بنى اِسرائيلو په ټول مُلک باندې بادشاه جوړ کړے وو، خو بيا هم هغه د پردى مُلک ښځو په ګناه باندې اخته کړو.


د زناکارې ښځې خولۀ د ژورې کندې په شان ده، چا ته چې مالِک خُدائ په قهر شوے وى هغه به په کښې ورغورزيږى.


ځکه چې کنجره د ژورې کندې په شان وى او زناکاره د تنګ کوهى په شان وى.


لکه څنګه چې يو سپے خپلې اولټيانې دوباره څټى دغه شان کم عقل خپل کم عقلتوب بار بار کوى.


کۀ تۀ کم عقل په لنګرۍ کښې د تخم په شان وټکوې، خو کم عقلتوب به د هغۀ نه لاړ نۀ شى.


اوس دا خبرې زمونږ دپاره يو مثال شو نو چې بيا مونږ د خرابو څيزونو خواهش ونۀ کړو لکه څنګه چې هغوئ کولو.


خو سمسون تر نيمې شپې پورې د کنجرې سره پروت وو. بيا هغه پاڅېدو او د ښار دروازه يې ونيوله او د تمبو، دُرشلو، تالو او هر څۀ سره يې وويستله. هغۀ دا په خپلو اوږو باندې کېښودل او د هغه غر سر پورې يې يوړل چرته نه چې حبرون ښکارېدو.


هغه پينځۀ فلستى بادشاهان هغې له لاړل او ورته يې ووئيل، ”سمسون وغولوه چې تا ته ووائى چې هغه دومره تکړه ولې دے او مونږ په هغۀ باندې څنګه غالِب راتلے شُو، چې وې تړُو او کمزورے يې کړُو. مونږ هر يو به تا له يوولس سوه د سپينو زرو سيکې درکړُو.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan