29 نو سمسون هغه دوه مينځنۍ ستنې ونيولې چې په کومو باندې هغه آبادى ولاړه وه. په دواړو باندې يې يو يو لاس کېښودو
سمسون سوال وکړو، ”اے مالِکه خُدايه پاکه، لږ ما راياد کړه، خُدايه پاکه. زۀ تا ته سوال کوم چې يو ځل بيا ما له طاقت راکړه، نو چې په دې يو وار د فلستيانو نه د خپلو دوو سترګو بدل واخلم.“
او چغه يې کړه، ”پرېږده چې د فلستيانو سره مړ شم.“ هغۀ د خپل ټول زور سره ستنو له ديکه ورکړه او هغه بُتخانه په هغه پينځو بادشاهانو او په نورو ټولو کسانو باندې راوغورزېده. سمسون د خپل مرګ په وخت د هغې نه زيات خلق ووژل چې څومره هغۀ په خپل ژوند کښې وژلى وُو.
د مالِک خُدائ روح د ساؤل نه لاړو او د مالِک خُدائ رالېږلے شوى پېرى هغه ونيولو.