27 هغه ځائ د ښځو او سړو نه ډک وو. پينځۀ واړه فلستى بادشاهان هم هلته وُو او هلته په چت باندې تقريباً درې زره ښځې او سړى وُو، هغوئ کتل چې په سمسون پورې ټوقې کېدلې.
يوه ورځ په ماښامى کښې داؤد د کټ نه پاڅېدو او د محل چت ته وختو. کله چې هغه هلته ګرځېدلو نو هغۀ يوه ښځه وليده چې لامبل يې. هغه ډېره ښائسته وه.
کله چې تاسو يو نوے کور جوړ کړئ، نو ګورئ چې د چت د غاړې نه ګېرچاپېره يو پړدهوال ورله جوړ کړئ. کۀ څوک ترې نه راوغورزيږى او مړ شى نو ذمه وارى به يې ستاسو په غاړه نۀ وى.
د جاسوسانو د څملاستو نه مخکښې راحب چت ته وروخته
سمسون هغه هلک ته وفرمائيل چا چې لاس نيولے روان کړے وو چې، ”ما پرېږده چې په هغه ستنو باندې لاس ولګوم چې په کومو باندې دا کور ولاړ دے. زۀ په دې باندې تکيه لګول غواړم.“
سمسون سوال وکړو، ”اے مالِکه خُدايه پاکه، لږ ما راياد کړه، خُدايه پاکه. زۀ تا ته سوال کوم چې يو ځل بيا ما له طاقت راکړه، نو چې په دې يو وار د فلستيانو نه د خپلو دوو سترګو بدل واخلم.“
هلته يو مضبوط برج وو او په ښار کښې هر يو سړى او ښځې، سره د مشرانو هغې ته ورمنډه کړه. خپل ځانونه يې په کښې بند کړل او پاس چت ته وختل.