26 سمسون هغه هلک ته وفرمائيل چا چې لاس نيولے روان کړے وو چې، ”ما پرېږده چې په هغه ستنو باندې لاس ولګوم چې په کومو باندې دا کور ولاړ دے. زۀ په دې باندې تکيه لګول غواړم.“
هغه ځائ د ښځو او سړو نه ډک وو. پينځۀ واړه فلستى بادشاهان هم هلته وُو او هلته په چت باندې تقريباً درې زره ښځې او سړى وُو، هغوئ کتل چې په سمسون پورې ټوقې کېدلې.