23 فلستى بادشاهان راغونډ شول چې جشن وکړى او خپل خُدائ دجون ته يوه لويه قربانى پېش کړى. هغوئ ووئيل، ”زمونږ خُدائ مونږ له زمونږ په دشمن سمسون باندې فتح راکړې ده.“
هغوئ د هغۀ وسله په خپله يوه عبادتخانه کښې کېښوده او د هغۀ سر يې د خپل خُدائ دجون په عبادتخانه کښې راځوړند کړو.
هرکله چې ستا دشمن راپرېوځى نو په هغۀ باندې خوشحالى مۀ کوه، او کله چې هغه تيندک وخورى نو په هغۀ باندې خپل زړۀ مۀ خوشحالوه.
تاسو چرې يو قوم داسې هم ليدلے دے چې د خپلو خُدايانو نه اوړېدلى وى کوم چې په حقيقت کښې خُدائ پاک هم نۀ دے؟ نه، بلکل نه. خو زما غوره شوے قوم زۀ خپل جلالى مالِک خُدائ پرېښودم او زما په ځائ يې د بېفائدې بُتانو عبادت وکړو.
هر يو قوم به د خپلو معبودانو په نوم روان وى، خو مونږ به د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک په نوم د تل دپاره روان يُو.
نه، زۀ دا وايم چې کومې قربانۍ چې غېريهوديان کوى، هغوئ پيريانو ته قربانى کوى، خُدائ پاک ته يې نۀ کوى، او زۀ دا نۀ غواړم چې تاسو د پيريانو سره شريک شئ.
خو د هغۀ وېښتۀ بيا راوشول.
هغوئ د ساؤل سر پرې کړو او زغره يې ترې نه لرې کړه او ټول فلستيان ته يې پېغام وړُونکى ولېږل چې خپلو بُتخانو او د هغوئ خلقو ته دا زېرے ورسوى.