Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




قاضيانو 16:2 - Pakistani Yousafzai Pashto

2 د غزه خلقو ته پته ولګېده چې سمسون هلته دے، نو هغوئ هغه ځائ نه ګېره واچوله او د ښار په دروازه کښې يې ټوله شپه د هغۀ اِنتظار وکړو. ټوله شپه هغوئ غلى وُو، د خپلو ځانونو سره يې دا سوچ کولو چې، ”د سحر رڼا پورې به مونږ اِنتظار وکړُو او بيا به هغه ووژنو.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




قاضيانو 16:2
11 Iomraidhean Croise  

خو چې زميندارو د دۀ زوئ وليدو نو يو بل ته يې ووئيل چې هم دغه وارث دے، راځئ چې مړ يې کړُو او ميراث به يې زمونږ شى.


چې سبا شو نو مشران اِمامان او د قوم مشران راټول شول او دا منصوبه يې جوړه کړه چې عيسىٰ به څنګه وژنو.


خو کله چې تاسو دا ووينئ چې د يروشلم نه فوجونه راچاپېر شوى دى نو تاسو پوهه شئ چې د هغې بربادى رانزدې شوې ده.


اوس دا ستاسو او د جرګې کار دے چې کمان آفسر ته درخواست وکړئ چې هغه تاسو له لاندې راولى په دې بهانه چې تاسو غواړئ چې د دۀ د مقدمې صحيح تحقيقات وکړئ. مونږ دې ته تيار يُو چې دلته د رارسېدو نه وړاندې هغه قتل کړُو.“


هغوئ شپه او ورځ د ښار د دروازو څوکۍ کوله، د دې دپاره چې هغه قتل کړى. خو ساؤل د هغوئ په سازش پوهه شو


بيا سمسون سخت تږے شو، نو هغۀ مالِک خُدائ ته فرياد وکړو او وې فرمائيل، ”تا ما له دا لويه فتح راکړې ده، اوس زۀ د تندې نه مرم او د ناسنته په لاسونو کښې به وغورزېږم؟“


خو سمسون تر نيمې شپې پورې د کنجرې سره پروت وو. بيا هغه پاڅېدو او د ښار دروازه يې ونيوله او د تمبو، دُرشلو، تالو او هر څۀ سره يې وويستله. هغۀ دا په خپلو اوږو باندې کېښودل او د هغه غر سر پورې يې يوړل چرته نه چې حبرون ښکارېدو.


بيا ساؤل يو څو سړى ولېږل چې د داؤد کور ولټوى او په ورپسې سحر يې ووژنى. د داؤد ښځې ميکل هغۀ له خبردارے ورکړو او ورته يې ووئيل، ”کۀ تۀ نن شپه لا نۀ ړې نو سبا به مړ يې.“


ساؤل او د هغۀ سړى د غرۀ په يو طرف باندې وُو او داؤد او د هغۀ سړى د غرۀ په بل طرف باندې وُو. داؤد تېزى کوله چې د ساؤل نه لرې شى، خو ساؤل دومره ورنزدې شو چې داؤد او د هغۀ لښکر يې نيولے هم شول.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan