19 دليلې په آرام سره سمسون په خپل غېږ کښې اودۀ کړو او بيا يې سړے راوغوښتلو، چې هغۀ د سمسون د وېښتو اووۀ څڼې کلې کړې. نو داسې هغه يې په تکليف کښې واچولو ځکه چې د هغۀ طاقت ختم شو.
ما ته پته ولګېده چې ګېروونکې ښځه د مرګ د سختۍ نه هم لوئ دام دے. د هغې شوق د دام په شان دے او د هغې غېږه د زنځيرونو په شان ده. کوم سړے چې خُدائ پاک رضا کوى نو هغه به ترې نه خلاص وى، خو ګناهګار به د هغې په جال کښې راګېريږى.
کله چې دليلې ته پته ولګېده چې هغۀ ورته ټول راز وښودلو، نو هغې فلستى بادشاهانو ته يو پېغام ولېږلو او ورته يې ووئيل، ”تاسو يو ځل بيا راشئ. سمسون ما ته رښتيا وئيلى دى.“ نو هغوئ راغلل او د ځان سره يې پېسې هم راوړې.
بيا هغې چغه کړه، ”سمسونه، ستا د نيولو دپاره فلستيان راغلى دى.“ هغه پاڅېدو او خيال يې دا وو چې زۀ به د مخکښې په شان ځان خلاص کړم او آزاد به شم. خو هغۀ ته پته نۀ وه چې مالِک خُدائ هغه پرېښے وو.