16 هغې به هره ورځ د هغۀ نه تپوس کولو. هغې هغه دومره تنګ کړے وو چې پوزې له ترې راغلو.
زما شکايت د خُدائ پاک نه دے د انسانانو نه نۀ دے. او د دې بېصبرۍ ما سره ښۀ سبب شته.
خو خُدائ پاک يُونس ته وفرمائيل، ”ولې تۀ د دې بوټى په حقله د غصه کېدو څۀ حق لرې؟“ ”آو، زۀ يې لرم،“ يُونس ورته وفرمائيل، ”زۀ دومره غصه يم چې د دې ژوند نه راله مرګ ښۀ دے.“
او بيا هغۀ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”دا زما وينه ده چې د خُدائ پاک او د انسانانو تر مينځ د لوظ نښه ده چې د ډېرو خلقو دپاره توئيږى.
خو زۀ تاسو ته وايم، کۀ چرې د دوستۍ په وجه درله څۀ درنۀ کړى خو ستا د زيات مِنت کولو په وجه به هغه راپاڅى او تا له به هر څۀ درکړى.
خو اوس دا کونډه زما دپاره داسې بلا جوړه شوې ده او زۀ به د دې حق دې له ورکړم، هسې نۀ چې په بار بار راتلو ما تر پوزې راولى.“
نو د سمسون ښځه په ژړا هغۀ له ورغله او ورته يې ووئيل، ”تۀ زما سره مينه نۀ کوې. تۀ زما نه کرکه کوې. تا زما د خلقو نه د سخت سوال تپوس وکړو او ما ته دې ونۀ وئيل چې د دې مطلب څۀ دے.“ هغۀ ورته وفرمائيل، ”ګوره، ما خپل مور پلار ته هم نۀ دى وئيلى. نو زۀ تا ته ولې ووايم؟“
هغې د دې په حقله د خېرات په ټولو اوو ورځو کښې ژړل. خو په اوومه ورځ هغۀ ورته د دې سخت سوال مطلب وښودلو، ځکه چې هغې د دې په حقله هغه ډېر تنګ کړو. بيا هغې فلستيانو ته ووئيل.
نو هغې ورته ووئيل، ”تۀ څنګه وائې چې زما سره مينه کوې، کله چې تۀ په ما اعتبار هم نۀ کوې؟ تا درې ځل زما نه کم عقله جوړه کړه او تا بيا هم ما ته ونۀ وئيل چې تۀ په څۀ باندې دومره تکړه يې.“
نو سمسون آخر کښې هغې ته رښتيا وئيل، ”زما وېښتۀ هيڅکله هم نۀ دى کل شوى. زما د پېدا کېدو د وخت نه زۀ خُدائ پاک ته د نذير په حيثيت وقف يم. کۀ زما وېښتۀ کل شوى وے، نو زما طاقت به ختم شوے وو او د نورو په شان به کمزورے وم.“