15 نو هغې ورته ووئيل، ”تۀ څنګه وائې چې زما سره مينه کوې، کله چې تۀ په ما اعتبار هم نۀ کوې؟ تا درې ځل زما نه کم عقله جوړه کړه او تا بيا هم ما ته ونۀ وئيل چې تۀ په څۀ باندې دومره تکړه يې.“
نو يعقوب د راحيل دپاره اووۀ کاله خِدمت وکړو او هغه وخت په هغۀ باندې صِرف د يو څو ورځو په شان تېر شو، ځکه چې هغۀ د راحيل سره مينه کوله.
ابىسلوم ترې نه تپوس وکړو، ”ستا د خپل دوست داؤد سره وفادارى چرته لاړه؟ تۀ د هغۀ سره ولې لا نۀ ړې؟“
هغوئ څلور ځلې ما له هم دغه پېغام رالېږلو او هر ځل ما هغوئ له هم دغه جواب ورولېږلو.
نو هغه به تا د بدکارې ښځې نه وساتى، د هغې زناکارې نه څوک چې په خوږو خبرو تا دوکه کول غواړى،
زما زويه، خپل زړۀ ما ته راکړه او ما ته وګوره او په خوشحالۍ سره زما په طريقو باندې عمل وکړه.
کۀ تاسو ما سره مينه کوئ نو تاسو به زما په حُکمونو عمل کوئ.
کۀ چرې تاسو زما په حُکمونو عمل کوئ نو تاسو به زما په مينه کښې اوسېږئ لکه څنګه چې ما د خپل پلار په حُکمونو عمل کړے دے او د هغۀ په مينه کښې اوسېږم.
تاسو د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک سره په پوره زړۀ سره، په پوره ځان او په خپل ټول طاقت سره مينه ساتئ.
ځکه چې د خُدائ پاک مينه دا ده چې مونږ د هغۀ په حُکمونو عمل وکړو. او د هغۀ حُکمونه څۀ پيټے نۀ دے.
نو د سمسون ښځه په ژړا هغۀ له ورغله او ورته يې ووئيل، ”تۀ زما سره مينه نۀ کوې. تۀ زما نه کرکه کوې. تا زما د خلقو نه د سخت سوال تپوس وکړو او ما ته دې ونۀ وئيل چې د دې مطلب څۀ دے.“ هغۀ ورته وفرمائيل، ”ګوره، ما خپل مور پلار ته هم نۀ دى وئيلى. نو زۀ تا ته ولې ووايم؟“
دليلې هغه په آرام سره اودۀ کړو، د هغۀ د وېښتو اووۀ کونسۍ يې وګنډلې او د کډۍ په سيخ پورې يې وتړلې او چغه يې کړه، ”سمسونه، ستا د نيولو دپاره فلستيان راغلى دى.“ خو هغه پاڅېدو او خپل وېښتۀ يې د هغه کډۍ نه خلاص کړل.
هغې به هره ورځ د هغۀ نه تپوس کولو. هغې هغه دومره تنګ کړے وو چې پوزې له ترې راغلو.