Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




قاضيانو 16:14 - Pakistani Yousafzai Pashto

14 دليلې هغه په آرام سره اودۀ کړو، د هغۀ د وېښتو اووۀ کونسۍ يې وګنډلې او د کډۍ په سيخ پورې يې وتړلې او چغه يې کړه، ”سمسونه، ستا د نيولو دپاره فلستيان راغلى دى.“ خو هغه پاڅېدو او خپل وېښتۀ يې د هغه کډۍ نه خلاص کړل.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




قاضيانو 16:14
4 Iomraidhean Croise  

هغۀ څو څو ځلې دوئ بچ کړل، خو هغوئ سرکشى خوښه کړه او په خپله ګناه کښې مختورن شول.


دليلې سمسون ته ووئيل، ”تا تر اوسه پورې زما نه کم عقله جوړه کړې ده او ما ته دروغ وائې. ما ته ووايه چې تۀ څنګه ښۀ تړلے کېدے شې.“ هغۀ ورته وفرمائيل، ”کۀ تۀ زما د وېښتو اووۀ کونسۍ د جامو په خپله کډۍ کښې وګنډې او د کډۍ په سيخ پورې يې وتړې، نو زۀ به د نورو په شان کمزورے يم.“


نو هغې ورته ووئيل، ”تۀ څنګه وائې چې زما سره مينه کوې، کله چې تۀ په ما اعتبار هم نۀ کوې؟ تا درې ځل زما نه کم عقله جوړه کړه او تا بيا هم ما ته ونۀ وئيل چې تۀ په څۀ باندې دومره تکړه يې.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan