11 هغۀ ورته وفرمائيل، ”کۀ هغوئ ما په داسې رسو باندې وتړى چې هيڅکله هم استعمال شوې نۀ وى، نو زۀ به د نورو په شان کمزورے شم.“
څوک چې خپله ژبه په قابو کښې ساتى نو هغه خپل ژوند بچ کوى، خو چې څوک نۀ ساتى نو هغه به تباه شى.
صادقان د دروغو نه نفرت کوى، خو د بدعملو کارونه د بېشرمۍ او بېعزتۍ سبب کيږى.
څوک چې د انسان نه يريږى هغه به په دام کښې ګېر شى، خو چې څوک په مالِک خُدائ توکل کوى هغوئ به په امن و امان شى.
نو بيا تاسو هر يو کس دروغ وئيل پرېږدئ او د خپل ګاونډى سره رښتيا وايئ ځکه چې مونږ ټول د يو بدن اندامونه يُو.
هغوئ ورته ووئيل، ”ټيک ده، مونږ به صِرف تا وتړُو او هغوئ ته به دې حواله کړُو. مونږ تا نۀ وژنو.“ نو هغوئ هغه په دؤو نوؤ پړو وتړلو او د غرۀ نه يې په زور بوتلو.
دليلې سمسون ته ووئيل، ”ګوره، تا زما نه بېوقوفه جوړه کړې ده او ما ته دې دروغ ووئيل. اوس ما ته ووايه چې تۀ څنګه ښۀ تړلے کېدے شې.“
نو دليلې نوې رسۍ راوړې او هغه يې پرې وتړلو. بيا هغې چغه کړه، ”سمسونه، ستا د نيولو دپاره فلستيان راغلى دى.“ هغه سړو په بله کوټه کښې اِنتظار کولو. نو هغۀ رسۍ د تارونو په شان د خپلو مټو نه وشلولې.