10 دليلې سمسون ته ووئيل، ”ګوره، تا زما نه بېوقوفه جوړه کړې ده او ما ته دې دروغ ووئيل. اوس ما ته ووايه چې تۀ څنګه ښۀ تړلے کېدے شې.“
هغوئ څلور ځلې ما له هم دغه پېغام رالېږلو او هر ځل ما هغوئ له هم دغه جواب ورولېږلو.
د ثبوت نه بغېر دې د خپل ګاونډى خِلاف ګواهى مۀ ورکوه، او د هغۀ په حقله د دروغو خبرې مۀ کوه.
زما خلق به تا له راشى، لکه څنګه چې هغوئ همېشه راځى، او ستا په وړاندې به کښېنى چې ستا خبرو ته غوږ ونيسى، خو هغوئ په دې عمل نۀ کوى. په خپله خولۀ هغوئ د عېش عشرت خبرې کوى، او زړونه يې هم د لالچ نه ډک دى.
خو عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”يهوداه، تۀ د اِبن آدم مُخبرى په ښُکلولو کوې څۀ؟“
هغۀ ورته وفرمائيل، ”کۀ هغوئ ما په داسې رسو باندې وتړى چې هيڅکله هم استعمال شوې نۀ وى، نو زۀ به د نورو په شان کمزورے شم.“
دليلې سمسون ته ووئيل، ”تا تر اوسه پورې زما نه کم عقله جوړه کړې ده او ما ته دروغ وائې. ما ته ووايه چې تۀ څنګه ښۀ تړلے کېدے شې.“ هغۀ ورته وفرمائيل، ”کۀ تۀ زما د وېښتو اووۀ کونسۍ د جامو په خپله کډۍ کښې وګنډې او د کډۍ په سيخ پورې يې وتړې، نو زۀ به د نورو په شان کمزورے يم.“
سمسون ورته په جواب کښې وفرمائيل، ”کۀ هغوئ د ليندې په اوو نوؤ مزو باندې ما وتړى چې هغه تازه وى او اوچ شوى نۀ وى، نو زۀ به د نورو په شان کمزورے شم.“
په بله کوټه کښې د هغې څۀ سړو اِنتظار کولو، نو هغې چغه کړه، ”سمسونه، ستا د نيولو دپاره فلستيان راغلى دى.“ خو هغۀ د ليندې مزى داسې وشلول لکه چې په تارونو باندې اور ولګى او وشليږى. خو هغوئ ته بيا هم د هغۀ د طاقت د راز پته ونۀ لګېده.