9 فلستيان راغلل او په يهوداه کښې يې خېمې ولګولې او د لحى په ښار يې حمله وکړه.
د يهوداه سړو د هغوئ نه تپوس وکړو، ”تاسو په مونږ باندې ولې حمله کوئ؟“ هغوئ په جواب کښې ورته ووئيل، ”مونږ د دې دپاره راغلى يُو چې سمسون قېدى بوځُو او هم هغه شان ورسره وکړُو چې څۀ يې زمونږ سره کړى وُو.“
کله چې هغه لحى ته راغلو، نو فلستيانو د هغۀ طرف ته منډې وهلې او هغۀ ته يې چغې وهلې. د مالِک خُدائ روح ناڅاپه هغه تکړه کړو، نو هغۀ د خپلو لاسونو او مټو نه تاو شوى پړى داسې وشلول لکه چې سوزېدلى تارونه وى.
د هغې نه پس هغۀ د ژامنې هډُوکے وغورزولو. چرته چې دا کار وشو نو د هغه ځائ نوم د ژامنې غر شو.
نو خُدائ پاک هلته د لحى په زمکه کښې يو خالى ځائ کولاو کړو او اوبۀ ترې نه راووتلې. سمسون اوبۀ وڅښلې او تازه دم شو. نو هغۀ په دې باندې دا نوم کېښودو، ”د چغې وهونکى چينه“ او دا تر اوسه پورې په لحى کښې ده.
نو هغۀ په دوئ باندې سخته حمله وکړه او ډېر کسان يې ترې نه ووژل. بيا هغه لاړو او د ايتام غر په يو غار کښې ايسار شو.