Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




قاضيانو 15:7 - Pakistani Yousafzai Pashto

7 سمسون هغوئ ته وفرمائيل، ”چې تاسو دا کار کړے دے نو په دې وجه زۀ قسم خورم چې تر هغې پورې به زۀ قلار نۀ شم چې ترڅو پورې مې ستاسو نه بدل نۀ وى اخستے.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




قاضيانو 15:7
5 Iomraidhean Croise  

اے زما عزيزانو، خپل بدل مۀ اخلئ بلکې خُدائ ته د بدل اخستو موقع ورکړئ، ځکه چې دا ليکلے شوى دى چې، ”مالِک خُدائ فرمائى چې بدل اخستل زما کار دے، بدل به زۀ اخلم.“


د مالِک خُدائ روح ناڅاپه په هغۀ باندې راغلو او هغه يې تکړه کړو او هغه لاندې اسقلون ته لاړو، چرته چې يې دېرش سړى ووژل، جامې يې ترېنه وويستلې او د هغوئ جامې يې هغه سړو له ورکړې چا چې هغه سخت سوال حل کړے وو. د هغې نه پس هغه واپس د خپل پلار کور ته لاړو، چې څۀ شوى وُو په هغې باندې سخت غصه وو،


مور پلار ته يې دا پته نۀ وه چې په دې کار کښې د مالِک خُدائ لاس وو، ځکه چې مالِک خُدائ د فلستيانو سره د جنګ دپاره يوه موقع لټوله. په هغه وخت کښې فلستيانو په بنى اِسرائيلو باندې حکومت کولو.


کله چې فلستيانو تپوس وکړو چې، ”دا چا کړى دى؟“ نو هغوئ خبر شول چې دا سمسون کړى دى، ځکه چې د تمنت يو سړى يعنې د هغۀ سخر، د سمسون ښځه د سمسون ملګرى له ورکړې وه. نو فلستيان لاړل او هغه ښځه او د هغې پلار يې په اور وسوزول.


نو هغۀ په دوئ باندې سخته حمله وکړه او ډېر کسان يې ترې نه ووژل. بيا هغه لاړو او د ايتام غر په يو غار کښې ايسار شو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan