5 بيا هغۀ چراغونه بل کړل او لومبړې يې د فلستيانو فصلونو طرف ته پرېښودلې. نو داسې هغه ګېډۍ شوے فصل او ولاړ فصل يې وسوزولو او د انګورو او زيتُونو باغونه يې هم ورسره وسوزول.
کۀ څوک په خپل پټى کښې اور ولګوى او اور د واښو په ذريعه د بل چا پټى ته ورسيږى او د هغۀ ګېډۍ شوے، رېبلے شوے، يا داسې فصل وسوزوى چې ولاړ وى، چا چې دا اور لګولے وى هغه به يې پوره تاوان ورکوى.