2 هغۀ سمسون ته ووئيل، ”په حقيقت کښې زما خيال دا وو چې تۀ د هغې نه کرکه کوې، نو ما هغه ځکه ستا ښۀ ملګرى له ورکړه. خو کشره خور يې ترې نه ښائسته ده، د هغې په ځائ دا وکړه.“
نو هغې د کونډتوب جامې وويستلې چې هغې اغوستې وې او مخ يې په څادر پټ کړو او د تمنت په لاره د عينيم ښار سره نزدې ورته کښېناسته. ځکه چې هغې ته ښۀ پته وه چې د يهوداه وړوکے زوئ لوئ شوے وو او تر اوسه پورې يې ودېدو له نۀ وه ورکړې.
خو په حقيقت کښې ما اول هم دا خبره ضرورى ګڼله چې د عيسىٰ ناصرى د نوم خلاف ډېر څۀ کارونه وکړم.
نو د سمسون ښځه په ژړا هغۀ له ورغله او ورته يې ووئيل، ”تۀ زما سره مينه نۀ کوې. تۀ زما نه کرکه کوې. تا زما د خلقو نه د سخت سوال تپوس وکړو او ما ته دې ونۀ وئيل چې د دې مطلب څۀ دے.“ هغۀ ورته وفرمائيل، ”ګوره، ما خپل مور پلار ته هم نۀ دى وئيلى. نو زۀ تا ته ولې ووايم؟“
او د سمسون ښځه هغه سړى له ورکړے شوه چې کوم د هغۀ په وادۀ کښې د هغۀ ښۀ ملګرے وو.
سمسون وفرمائيل، ”دا ځل چې زۀ د فلستيانو سره څۀ کوم نو د هغې اِلزام دې په ما نۀ شى لګولے.“