قاضيانو 15:14 - Pakistani Yousafzai Pashto14 کله چې هغه لحى ته راغلو، نو فلستيانو د هغۀ طرف ته منډې وهلې او هغۀ ته يې چغې وهلې. د مالِک خُدائ روح ناڅاپه هغه تکړه کړو، نو هغۀ د خپلو لاسونو او مټو نه تاو شوى پړى داسې وشلول لکه چې سوزېدلى تارونه وى. Faic an caibideil |
نو هغوئ خوشحالى کوله او هغوئ ووئيل، ”سمسون راوغواړئ او راځئ چې په هغۀ پورې ټوقې وکړُو.“ کله چې هغوئ سمسون د قېد نه راوويستلو، نو هغوئ ورپورې ټوقې کولې او د ستنو په مينځ کښې يې ودرولے وو. کله چې خلقو هغه ولېدلو، نو هغوئ د خپل خُدائ ثناء صِفت کولو، ”زمونږ خُدائ زمونږ په دشمن باندې فتح راکړې ده، چا چې زمونږ مُلک وران کړو او زمونږ ډېر کسان يې ووژل.“