12 هغوئ ووئيل، ”مونږ دلته د دې دپاره راغلى يُو چې تا وتړُو، نو داسې به تا هغوئ ته په حواله کړُو.“ سمسون وفرمائيل، ”ما ته قسم وخورئ چې تاسو به په خپله ما نۀ وژنئ.“
نو سليمان بناياه له حُکم ورکړو، هغه لاړو او ادونياه يې ووژلو.
نو بناياه د مالِک خُدائ د حضور خېمې له لاړو او يوآب يې ووژلو او هغه په صحرا کښې د خپل کور سره ښخ کړے شو.
بيا يې هغه وتړلو او روان يې کړو او رومى ګورنر پيلاطوس ته يې حواله کړو.
د موسىٰ خيال وو چې د دۀ خپل خلق به پوهه شى چې خُدائ پاک هغه د دوئ د خلاصون دپاره استعمالوى، خو هغوئ پوهه نۀ شول.
نو د يهوداه درې زره سړى د ايتام د غرۀ هغه غار ته لاړل او سمسون ته يې ووئيل، ”تا ته پته نشته څۀ چې فلستيان په مونږ باندې حکومت کوى؟ تا مونږ سره څۀ کړى دى؟“ هغۀ جواب ورکړو، ”ما د هغوئ سره هم هغه شان وکړل چې څۀ يې زما سره کړى وُو.“
هغوئ ورته ووئيل، ”ټيک ده، مونږ به صِرف تا وتړُو او هغوئ ته به دې حواله کړُو. مونږ تا نۀ وژنو.“ نو هغوئ هغه په دؤو نوؤ پړو وتړلو او د غرۀ نه يې په زور بوتلو.
بيا زِبح او ضلمنع جدعون ته ووئيل، ”راشه او په خپله مونږ ووژنه. څنګه چې سړے وى هغسې يې طاقت وى.“ نو جدعون هغوئ ووژل او هغه ټول کالى يې ترې نه يوړل چې د هغوئ د اوښانو په غاړو کښې وُو.