Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




قاضيانو 15:11 - Pakistani Yousafzai Pashto

11 نو د يهوداه درې زره سړى د ايتام د غرۀ هغه غار ته لاړل او سمسون ته يې ووئيل، ”تا ته پته نشته څۀ چې فلستيان په مونږ باندې حکومت کوى؟ تا مونږ سره څۀ کړى دى؟“ هغۀ جواب ورکړو، ”ما د هغوئ سره هم هغه شان وکړل چې څۀ يې زما سره کړى وُو.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




قاضيانو 15:11
10 Iomraidhean Croise  

حُور د کالب د ښځې اِفرات مشر زوئ وو او د هغۀ اولاد د بيت‌لحم ښار جوړ کړے وو. د حُور درې زامن ايتام، فنواېل او ايصر وُو. د ايتام درې زامن وُو: يزرعيل، اِسمع او ادباس او يوه يې لور حضل الفونى وه. فنواېل د جدور ښار جوړ کړے وو او ايصر د حوسه ښار جوړ کړے وو.


زۀ به په تاسو يو جنګ راولم، زما د لوظ د ماتولو سزا به درکړم او کۀ تاسو په خپلو ښارونو کښې د امن دپاره راغونډ شئ، نو زۀ به په تاسو لا علاجه بيمارۍ راولېږم او تاسو به زۀ ستاسو دشمنانو ته حواله کړم نو هغوئ به په تاسو حکومت وکړى.


مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به تاسو د قومونو کشران نه بلکې مشران جوړ کړى، نن چې زۀ کوم حُکمونه درکوم کۀ په هغه ټولو باندې عمل وکړئ نو تاسو به همېشه کامياب يئ او هيڅکله به ناکام نۀ شئ.


ستاسو په مُلک کښې چې کوم د پردى مُلک خلق اوسيږى هغوئ به ورځ په ورځ په تاسو زورَور کيږى او تاسو به ورځ په ورځ کمزورى کېږئ.


بنى اِسرائيلو د مالِک خُدائ خِلاف بيا ګناه وکړه، نو هغۀ فلستيان پرېښودل چې څلوېښت کاله پرې حکومت وکړى.


مور پلار ته يې دا پته نۀ وه چې په دې کار کښې د مالِک خُدائ لاس وو، ځکه چې مالِک خُدائ د فلستيانو سره د جنګ دپاره يوه موقع لټوله. په هغه وخت کښې فلستيانو په بنى اِسرائيلو باندې حکومت کولو.


د يهوداه سړو د هغوئ نه تپوس وکړو، ”تاسو په مونږ باندې ولې حمله کوئ؟“ هغوئ په جواب کښې ورته ووئيل، ”مونږ د دې دپاره راغلى يُو چې سمسون قېدى بوځُو او هم هغه شان ورسره وکړُو چې څۀ يې زمونږ سره کړى وُو.“


هغوئ ووئيل، ”مونږ دلته د دې دپاره راغلى يُو چې تا وتړُو، نو داسې به تا هغوئ ته په حواله کړُو.“ سمسون وفرمائيل، ”ما ته قسم وخورئ چې تاسو به په خپله ما نۀ وژنئ.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan