Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




قاضيانو 14:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 د مالِک خُدائ روح ناڅاپه په هغۀ نازل شو او سمسون يې تکړه کړو او په تشو لاسونو يې زمرے ټوټې ټوټې کړو، لکه چې دا د چېلۍ بچے وى. خو هغۀ خپل مور پلار ته د دې په حقله ونۀ وئيل.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




قاضيانو 14:6
21 Iomraidhean Croise  

تۀ به په ازمرى او مار باندې پښې ږدې، تۀ به ځوان زمرے او اژدها د پښو لاندې کړې.


هغه به نۀ جنګ کوى، نۀ شور، او نۀ به په کوڅو کښې د هغۀ آواز اورېدے شى.


نو هغه فرښتې ما ته وفرمائيل، ”دا زرُبابل ته د مالِک خُدائ کلام دے، نۀ په طاقت او نۀ په قدرت، خو زما په روح باندې، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.


زما جغ په غاړه کړئ او زما نه زده کړئ، ځکه چې زۀ په زړۀ نرم او په روح کښې عاجز يم، او تاسو به په زړۀ کښې آرام حاصل کړئ.


هغوئ د ايمان په وسيله بادشاهۍ فتح کړې، د عدل او اِنصاف حکومت يې قائم کړو او هغه لوظونه چې خُدائ پاک کړى وُو وې موندل، د زمرو خولې يې بندې کړې،


خو څوک چې هر وخت ګناه کوى، هغه د اِبليس بچے دے ځکه چې اِبليس د ازل نه په ګناه کولو کښې آخته دے. او د خُدائ پاک زوئ د دې مقصد دپاره ظاهر شو چې د اِبليس کارونه برباد کړى.


بيا د مالِک خُدائ روح په اِفتاح نازل شو. هغه په جِلعاد او په منسى کښې تېر شو او په جِلعاد کښې مصفاه ته راواپس شو او د هغه ځائ نه يې د عمونيانو خِلاف روان شو.


او د مالِک خُدائ روح هغه په هغه وخت کښې تکړه کړو چې کله هغه د صُرعا او اِستال په مينځ کښې د دان په کېمپ کښې وو.


د مالِک خُدائ روح ناڅاپه په هغۀ باندې راغلو او هغه يې تکړه کړو او هغه لاندې اسقلون ته لاړو، چرته چې يې دېرش سړى ووژل، جامې يې ترېنه وويستلې او د هغوئ جامې يې هغه سړو له ورکړې چا چې هغه سخت سوال حل کړے وو. د هغې نه پس هغه واپس د خپل پلار کور ته لاړو، چې څۀ شوى وُو په هغې باندې سخت غصه وو،


نو سمسون د خپل مور پلار سره تمنت ته لاړو. کله چې هلته هغوئ د انګورو په باغونو کښې تېرېدل، هغۀ آواز واورېدو چې يو ځوان زمرے هغۀ ته مخامخ غوريږى.


بيا هغه لاړو او د هغه جينۍ سره يې خبرې وکړې او هغه يې خوښه شوه.


بيا هغۀ د خر د ژامنې يو تازه هډُوکے وموندو. هغه ورټيټ شو او راوچت يې کړو او زر سړى يې ورباندې ووژل.


نو هغۀ په دوئ باندې سخته حمله وکړه او ډېر کسان يې ترې نه ووژل. بيا هغه لاړو او د ايتام غر په يو غار کښې ايسار شو.


او چغه يې کړه، ”پرېږده چې د فلستيانو سره مړ شم.“ هغۀ د خپل ټول زور سره ستنو له ديکه ورکړه او هغه بُت‌خانه په هغه پينځو بادشاهانو او په نورو ټولو کسانو باندې راوغورزېده. سمسون د خپل مرګ په وخت د هغې نه زيات خلق ووژل چې څومره هغۀ په خپل ژوند کښې وژلى وُو.


د مالِک خُدائ روح په هغۀ نازل شو او هغه د بنى اِسرائيلو قاضى شو. عتنى‌اېل جنګ له لاړو او مالِک خُدائ هغۀ له د مسوپتاميه په بادشاه باندې فتح ورکړه.


ساؤل جواب ورکړو، ”هغۀ مونږ ته ووئيل چې خرونه پېدا شوى دى.“ خو هغۀ خپل ترۀ ته د بادشاه کېدو په حقله ونۀ وئيل چې سموئيل ورته څۀ فرمائيلى وُو.


د مالِک خُدائ روح به ناڅاپه په تاسو باندې راشى او تاسو به هم د هغوئ سره پېشګوئې شروع کړئ. او تاسو به هغه شان نۀ يئ لکه چې څنګه مخکښې وئ.


کله چې ساؤل دا واورېدل نو د خُدائ پاک روح د لوئ طاقت سره په هغۀ نازل شو او ساؤل سخت غصه وو.


يوه ورځ يونتن هغه زلمى ته ووئيل کوم چې د هغۀ وسله وړله، ”راځه چې هغه طرف ته لاړ شُو چرته چې د فلستيانو قلعه ده.“ خو يونتن خپل پلار ساؤل خبر نۀ کړو،


دا هغه ورځ ده چې مالِک خُدائ به دې ما له په لاس کښې راکړى، زۀ به تا له شکست درکړم او سر به درنه وغورزوم. او زۀ به د فلستى فوجيانو لاشونه مارغانو او ځناورو ته واچوم چې وې خورى. نو چې ټولې دُنيا ته پته ولګى چې د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک شته،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan