5 نو سمسون د خپل مور پلار سره تمنت ته لاړو. کله چې هلته هغوئ د انګورو په باغونو کښې تېرېدل، هغۀ آواز واورېدو چې يو ځوان زمرے هغۀ ته مخامخ غوريږى.
د يهويدع زوئ بناياه يو بل مشهور فوجى وو او دے د قبضئيل اوسېدونکے وو، هغۀ ډېرې د بهادرۍ کارنامې وکړې چې په کښې د هغه دوو لويو موآبيانو جنګ کوونکو وژل هم شامل وُو. يوه ورځ چې واوره ورېدله هغه کندې ته کوز شو او يو زمرے يې ووژلو.
د قبضئيل د يهويدع زوئ بناياه يو تکړه فوجى وو، هغۀ ډېرې د بهادرۍ کارنامې وکړې، چې په دې کښې د دوو تکړه موآبيانو جنګيالو وژل هم شامل وُو. يو بل ځل چې واوره ورېدله نو هغه لاندې يوې کندې ته لاړو او يو زمرے يې ووژلو.
تۀ به په ازمرى او مار باندې پښې ږدې، تۀ به ځوان زمرے او اژدها د پښو لاندې کړې.
هغوئ د غړمبېدونکو زمرو په شان په دوئ باندې حمله وکړه، او د دوئ د زمکې نه يې صحرا جوړه کړه، او ښارونه يې ورته وسوزول او د اوسېدو نه يې وويستل.
هغوئ د ايمان په وسيله بادشاهۍ فتح کړې، د عدل او اِنصاف حکومت يې قائم کړو او هغه لوظونه چې خُدائ پاک کړى وُو وې موندل، د زمرو خولې يې بندې کړې،
چرته چې دا د ادوم د غرونو مُلک طرف ته د بعله نمرپرېواتۀ طرف ته تاو وو، د يعريم يعنې کسلون غرۀ شمالى طرف ته، لاندې بيتشمس ته تلے وو او د تمنت نه تېر وو.
تاسو ځان ساتئ او بېدار اوسئ ځکه چې ستاسو مخالف اِبليس لکه د غړمبېدونکى ازمرى په شان په دې لټون کښې دے چې څوک ژوندے تېر کړى.
مور پلار ته يې دا پته نۀ وه چې په دې کار کښې د مالِک خُدائ لاس وو، ځکه چې مالِک خُدائ د فلستيانو سره د جنګ دپاره يوه موقع لټوله. په هغه وخت کښې فلستيانو په بنى اِسرائيلو باندې حکومت کولو.
د مالِک خُدائ روح ناڅاپه په هغۀ نازل شو او سمسون يې تکړه کړو او په تشو لاسونو يې زمرے ټوټې ټوټې کړو، لکه چې دا د چېلۍ بچے وى. خو هغۀ خپل مور پلار ته د دې په حقله ونۀ وئيل.
نو زۀ ورپسې ځم، حمله پرې کوم او د هغۀ د خولې نه يې بچ کوم او کۀ هغه ځناور په ما باندې حمله کوى نو د ژامنې نه يې ونيسم، وې وهم او وې وژنم.