2 هغه واپس کور ته لاړو او خپل مور پلار ته يې وفرمائيل، ”په تمنت کښې ما يوه فلستى جينۍ ليدلې ده او اوس هغه ما ته وادۀ کړئ.“
هغه د فاران په صحرا کښې اوسېدو، مور ورله يوه مِصرۍ جينۍ خوښه کړه او ورته يې وادۀ کړه.
نو شِکم خپل پلار همور ته ووئيل، ”دا جينۍ ما ته وادۀ کړه.“
يهوداه د خپل مشر زوئ عير دپاره ښځه وکړه چې د هغې نوم تامار وو.
خو يهوآس واپس دا جواب ورولېږلو، ”يو ځل د لبنان په غرونو کښې د ازغو بوټى د دِيار ونې له دا پېغام ولېږلو چې، زما زوئ له ستا لور ورکړه چې وادۀ يې کړى. يو ځنګلى ځناور هلته تېرېدو او د ازغو په بوټى يې پښې کېښودې.
تاسو ودونه وکړئ چې زامن او لوڼه مو پېدا شى. نو دغه شان بيا خپل زامن او لوڼه هم وادۀ کړئ چې د هغوئ هم بچى پېدا شى. تاسو په شمېر کښې زيات شئ نه چې کم شئ.
يوه ورځ سمسون تمنت ته لاړو، هلته يې يوه پېغله فلستى وليده.
خو مور پلار يې ورته ووئيل، ”ستا په خپلوانو يا زمونږ په ټولو خلقو کښې جينۍ نشته څۀ، چې تۀ خامخا ځې او په ناسنته فلستيانو کښې جينۍ کوې؟“ خو سمسون خپل پلار ته وفرمائيل، ”هغه جينۍ ما له وکړه ځکه چې هغه مې خوښه ده.“