Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




قاضيانو 14:19 - Pakistani Yousafzai Pashto

19 د مالِک خُدائ روح ناڅاپه په هغۀ باندې راغلو او هغه يې تکړه کړو او هغه لاندې اسقلون ته لاړو، چرته چې يې دېرش سړى ووژل، جامې يې ترېنه وويستلې او د هغوئ جامې يې هغه سړو له ورکړې چا چې هغه سخت سوال حل کړے وو. د هغې نه پس هغه واپس د خپل پلار کور ته لاړو، چې څۀ شوى وُو په هغې باندې سخت غصه وو،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




قاضيانو 14:19
9 Iomraidhean Croise  

د يهوداه سړو غزه، اسقلون او عقرون، دا ټول ښارونه او د دې علاقې هم قبضه کړې.


او د مالِک خُدائ روح هغه په هغه وخت کښې تکړه کړو چې کله هغه د صُرعا او اِستال په مينځ کښې د دان په کېمپ کښې وو.


نو په اوومه ورځ د نمر پرېوتو نه مخکښې، د ښار سړو هغۀ ته ووئيل، ”د شاتو نه به خوږ څۀ شے وى؟ د ازمرى نه به تکړه څۀ شے وى؟“ سمسون ورته په جواب کښې وفرمائيل، ”کۀ تاسو زما په غوا يوې نۀ وے کړے، نو تاسو به د دې سخت سوال جواب نۀ وے راکړے.“


د مالِک خُدائ روح ناڅاپه په هغۀ نازل شو او سمسون يې تکړه کړو او په تشو لاسونو يې زمرے ټوټې ټوټې کړو، لکه چې دا د چېلۍ بچے وى. خو هغۀ خپل مور پلار ته د دې په حقله ونۀ وئيل.


کله چې هغه لحى ته راغلو، نو فلستيانو د هغۀ طرف ته منډې وهلې او هغۀ ته يې چغې وهلې. د مالِک خُدائ روح ناڅاپه هغه تکړه کړو، نو هغۀ د خپلو لاسونو او مټو نه تاو شوى پړى داسې وشلول لکه چې سوزېدلى تارونه وى.


د مالِک خُدائ روح په هغۀ نازل شو او هغه د بنى اِسرائيلو قاضى شو. عتنى‌اېل جنګ له لاړو او مالِک خُدائ هغۀ له د مسوپتاميه په بادشاه باندې فتح ورکړه.


کله چې ساؤل دا واورېدل نو د خُدائ پاک روح د لوئ طاقت سره په هغۀ نازل شو او ساؤل سخت غصه وو.


فلستيانو پينځۀ د سرو زرو دانو نمونې مالِک خُدائ ته د هغوئ د ګناه د تاوان د نذرانې دپاره ولېږلې، د اشدود، غزه، اسقلون، جات او عقرون د ښارونو دپاره يوه يوه.


خلقو تپوس وکړو، ”مونږ هغۀ له د ګناه د تاوان په نذرانه کښې څۀ ولېږُو؟“ هغوئ ورته په جواب کښې ووئيل، ”پينځۀ د سرو زرو د پړسوب د دانو او پينځۀ د سرو زرو د مږو نمونې، د فلستيانو بادشاهانو د شمېر په مطابق يوه يوه ورولېږئ ځکه هم دغه وبا په تاسو ټولو او په پينځو بادشاهانو باندې راغلې وه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan