Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




قاضيانو 14:14 - Pakistani Yousafzai Pashto

14 هغۀ ورته وفرمائيل، ”د خوړونکى نه د خوراک څۀ شے راووتلو، د تکړه شى نه څۀ خوږ شے راووتلو.“ درې ورځې وروستو هم هغوئ د دې سخت سوال جواب ورنۀ کړے شو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




قاضيانو 14:14
20 Iomraidhean Croise  

زۀ به ستا او د ښځې په مينځ کښې دشمنى پېدا کړم، د هغې او ستا اولاد به همېشه دشمنان وى. هغه به ستا سر چخڼى کوى او تۀ به هغه په پونده چيچې.“


کارغانو به هغۀ له سحر او ماښام روټۍ او غوښه راوړه او هغۀ د ولې نه اوبۀ څښلې.


څۀ سړى راغلل او يهوسفط بادشاه ته يې ووئيل، ”د مړ درياب په بل طرف باندې د ادوم نه يو لوئ لښکر د دې دپاره راغلے دے چې په تا باندې حمله وکړى. وګورئ چې هغوئ حصيصون تامار ته رارسېدلى دى.“ (دا د عين‌جدى يو بل نوم دے).


نو يهوسفط او د هغۀ فوجيان ورغلل چې مالِ غنيمت راواخلى او هغوئ ډېر سامانونه، جامې او نور قيمتى څيزونه وموندل. هغوئ په مالِ غنيمت راغونډولو باندې درې ورځې تېرې کړې، خو مالِ غنيمت دومره ډېر وو چې هغوئ ټول نۀ شو راټولولے.


کم عقل هوښيارتيا نۀ شى حاصلولے، ځکه په جرګه کښې د هغۀ خولۀ بنده وى.


هغۀ جواب ورکړو، ”تاسو له دا موقع درکړے شوې ده چې د آسمان د بادشاهۍ په رازونو پوهه شئ، خو هغه نورو ته نۀ ده ورکړے شوې.


هغۀ ورته ووئيل، ”زۀ به پرې څنګه پوهه شم ترڅو چې مې څوک د دې په مطلب پوهه نۀ کړى؟“ نو فيليپوس ته هغۀ دعوت ورکړو چې، ”ګاډۍ ته راوخېژه او ما سره کښېنه.“


خو نه، د دې هر څۀ باوجود ټوله کاميابى د عيسىٰ مسيح په وسيله زمونږ ده څوک چې مونږ سره مينه کوى.


ځکه چې زمونږ د دغه لږ ساعت معمولى مصيبتونه زمونږ دپاره بې‌اندازې غېر معمولى او ابدى جلال پېدا کوى.


هغۀ په خپله زمونږ ګناهونه سولۍ ته د خپل ځان سره يوړل د دې دپاره چې مونږ ګناهونو نه آزاد شُو او د صداقت دپاره ژوند تېر کړُو. او د هغۀ په زخمونو تاسو شفا وموندله.


په څلورمه ورځ هغوئ د سمسون ښځې ته ووئيل، ”خپل خاوند وغولوه چې مونږ ته د دې سخت سوال مطلب وښائى. کۀ تا ونۀ ښودلو نو مونږ به ستا د پلار په کور اور ولګوو او تا به هم په کښې وسوزوو. تا مونږ د دې دپاره راغوښتى يُو څۀ چې غريبانان شُو؟ کۀ داسې نۀ ده؟“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan