Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




قاضيانو 14:12 - Pakistani Yousafzai Pashto

12-13 سمسون هغوئ ته وفرمائيل، ”زۀ به ستاسو نه د يو سخت سوال تپوس وکړم. کۀ تاسو يې ما له د روټۍ په دې اوو ورځو کښې جواب راکړو، نو زۀ به تاسو له د کتان دېرش چُوغې او دېرش جوړه جامې درکړم. خو کۀ جواب مو رانۀ کړو نو ما له به تاسو د کتان دېرش چُوغې او دېرش جوړه جامې راکوئ.“ هغوئ ورته ووئيل، ”مونږ ته خپل سخت سوال ووايه، چې مونږ يې واورو.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




قاضيانو 14:12
22 Iomraidhean Croise  

هغۀ هر يو له د جامو نوې جوړې هم ورکړې، خو هغۀ بنيامين له درې سوه د سپينو زرو سيکې او پينځۀ جوړه نوې جامې ورکړې.


د شيبا مَلِکه د سليمان د شُهرت نه خبر شوه، نو راغله چې په مشکلو سوالونو سره هغه معلوم کړى.


جيحازى ورته ووئيل، ”بلکل خېر دے، خو زۀ خپل نېک د دې دپاره راولېږلم چې تا ته ووايم چې دا اوس اوس د پېغمبرانو د قبيلې دوه پېغمبران د غرونو مُلک اِفرائيم نه راورسېدل، نو هغوئ له درې زره د سپينو زرو سيکې او دوه جوړه ښې جامې ورکړه.“


بادشاه ورته ووئيل، ”د اِسرائيل بادشاه له لاړ شه او دا خط هغۀ له يوسه.“ نو نعمان روان شو او د سپينو زرو دېرش زره سيکې، شپږ زره د سرو زرو سيکې او لس جوړه ښې جامې يې يوړې.


سليمان او ټولو بنى اِسرائيلو اووۀ ورځې د جونګړو اختر وکړو. هلته په شمال کښې د حمات دَرې نه واخله په جنوب کښې د مِصر د سرحد پورې يوه لويه ګڼه وه.


زۀ به متلونو ته خپل غوږ ونيسمه، د رباب په ساز کښې به زۀ د راز وينا وکړمه،


نو هغوئ به په متلونو او مِثالونو او د هوښيارانو په خبرو او د هغوئ په معماګانو دواړو به پوهه شى.


هغه د کتان جامې جوړوى او خرڅوى، او تاجرانو ته يې د پټۍ په شکل کښې هم ورکوى.


”اے بنى آدمه، بنى اِسرائيل قوم ته يو مثال پېش کړه او يو متل ورته ووايه.


بيا ما وفرمائيل چې، ”اے مالِکه قادر مطلق خُدايه، هغوئ زما په حقله وائى چې، ولې هغه هسې متلونه نۀ وائى؟“


ځکه زۀ هغوئ ته په مِثالونو کښې خبرې کوم، ځکه چې، ”هغوئ ګورى خو وينى نه، اورى خو پوهيږى نه.“


عيسىٰ هغه خلقو ته دا ټولې خبرې په مِثالونو کښې وکړې او رښتيا خو دا دى چې يوه خبره يې هم بې‌مثاله ونۀ کړه.


جامې يې ترې وويستلې او سره شان چُوغه يې پرې واچوله.


په زمکه ځان له خزانې مۀ جمع کوئ چرته چې هغه وينۀ وهى او زنګ کيږى او غلۀ ورپسې کنډر کوى او پټوى يې.


کله چې عيسىٰ دا وکتل چې مېلمنو څنګه د عزت ځايونه کتل نو هغۀ هغوئ ته دا مِثال تير کړو،


د هغۀ مريدانو ووئيل، ”ګوره، تۀ اوس په ډاګه لګيا يې او نۀ په مِثالونو.


ځکه اوس مونږ ته دا په شيشه کښې تت ښکارى خو بيا به يې مخامخ ووينو. اوس زما عِلم نامکمل دے خو بيا به يې پوره وپېژنم څنګه چې زۀ پوره پېژندلے شوے يم.


ستاسو مال دولت سخا شو او ستاسو جامې چينجو ووهلې.


کله چې فلستيانو هغه وليدو، نو هغوئ دېرش ځوانان ملګرى ورولېږل چې د هغۀ سره ايسار شى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan