Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




قاضيانو 14:11 - Pakistani Yousafzai Pashto

11 کله چې فلستيانو هغه وليدو، نو هغوئ دېرش ځوانان ملګرى ورولېږل چې د هغۀ سره ايسار شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




قاضيانو 14:11
8 Iomraidhean Croise  

ولې سوداګر به د دې سودا وکړى؟ چې په بازار کښې يې خرڅ کړى؟


زما دُنيا، زما ناوې، زۀ په خپل باغ کښې داخل شوے يمه. زۀ د مُر چيړ او خوشبوداره مصالحې راټولومه. ما خپل ګبين د شاتو سره وخوړلونه، او زۀ خپل پئ او مے څښمه. اے عاشقانو، وخورئ او وڅښئينه. او د مينې نه مست شئينه.


عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”تاسو چرته جنجيان د وادۀ د زلمى سره په ژړا ناست ليدلى دى څۀ؟ خو يو وخت به راشى چې د وادۀ زلمے به د دوئ نه جدا کړے شى او بيا به هغه وخت دوئ روژه نيسى.


ناوې د وادۀ د زلمى وى او د وادۀ د زلمى دوست څوک چې ورسره نزدې ولاړ وى نو هغه چې کله د هغۀ خبرې اورى، نو د زلمى په آواز اورېدو ډېر خوشحاليږى. نو دغه شان زما خوشحالى هم پوره کيږى.


د هغۀ پلار د هغه جينۍ کور ته لاړو او سمسون هلته لويه مېلمستيا وکړه. هلته د ځوانانو دا رِواج وو.


سمسون هغوئ ته وفرمائيل، ”زۀ به ستاسو نه د يو سخت سوال تپوس وکړم. کۀ تاسو يې ما له د روټۍ په دې اوو ورځو کښې جواب راکړو، نو زۀ به تاسو له د کتان دېرش چُوغې او دېرش جوړه جامې درکړم. خو کۀ جواب مو رانۀ کړو نو ما له به تاسو د کتان دېرش چُوغې او دېرش جوړه جامې راکوئ.“ هغوئ ورته ووئيل، ”مونږ ته خپل سخت سوال ووايه، چې مونږ يې واورو.“


نو هغوئ منډه کړه او ساؤل يې بهر خلقو ته راوويستلو او هغه د خلقو په مينځ کښې ودرېدو. هغه د ټولو نه لوړ سړے وو.


کله چې هغوئ ورسېدل، سموئيل د يَسى زوئ اِلياب وليدو او خپل ځان سره يې ووئيل، ”دا سړے کوم چې دلته د مالِک خُدائ په حضور کښې ولاړ دے دا بې‌شکه هم هغه دے چې کوم مالِک خُدائ خوښ کړے دے.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan