Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




قاضيانو 13:22 - Pakistani Yousafzai Pashto

22 منوحه خپلې ښځې ته ووئيل، ”په دې کښې څۀ شک نشته چې مونږ به مړۀ شُو، ځکه چې مونږ خُدائ پاک ليدلے دے.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




قاضيانو 13:22
11 Iomraidhean Croise  

يعقوب ووئيل، ”ما خُدائ پاک مخامخ ليدلے دے او بيا هم لا ژوندے پاتې يم.“ نو په هغه ځائ يې فنواېل نوم کېښودو.


او هغه د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک يې وليدلو. د هغۀ د پښو لاندې لکه د آسمان په شان د نيلم کاڼى شين فرش وو.


موسىٰ، هارون، ندب، ابيهُو او د بنى اِسرائيلو هغه اويا مشران غرۀ ته وختل.


زۀ ستا د پلار نيکونو خُدائ پاک يم، د اِبراهيم، د اِسحاق او د يعقوب خُدائ پاک يم.“ نو موسىٰ خپل مخ پټ کړو، ځکه چې هغه خُدائ پاک ته کتلو نه يرېدو.


تۀ به زما ديدار ونۀ کړې، ځکه چې دا نۀ شى کېدے چې څوک ما وګورى او ژوندى پاتې شى،


نو ما ووئيل، ”په ما افسوس، زۀ تباه شوم، ځکه چې زما شونډې په ګناه ککړې دى، او د کومو خلقو سره چې زۀ اوسېږم د هغوئ شونډې هم ګنده دى. خو بيا هم ما په خپلو سترګو هغه بادشاه ليدلے دے چې هغه مالِک خُدائ ربُ الافواج دے.“


هيچا هم چرې خُدائ پاک نۀ دے ليدلے، بلکې بې د يکې يو نه، څوک چې په خپله خُدائ پاک دے، چې د پلار د سترګو تور دے. هم هغۀ مونږ ته خُدائ پاک ښکاره کړو.


او پلار چې زۀ يې رالېږلے يم هغۀ په خپله زما په حقله ګواهى ورکړې ده. تاسو هيڅکله د هغۀ آواز نۀ دے اورېدلے او نۀ مو د هغۀ صورت ليدلے دے،


کله چې تاسو مخ په وړاندې روان وئ، نو هغۀ هغه قومونه وشړل چې ستاسو نه لوئ او طاقتور وُو، چې هغه تاسو د هغوئ مُلک ته راولى او در يې کړى، کوم مُلک چې نن هم ستاسو دے.


داسې يو انسان شته څۀ چې هغۀ د اور نه د ژوندى خُدائ پاک خبرې اورېدلې وى او بيا هم ژوندے پاتې وى؟


جدعون ته دا پته ولګېده چې هغۀ د مالِک خُدائ فرښته ليدلې ده او په يره کښې هغۀ وفرمائيل، ”مالِکه خُدايه پاکه، ما ستا فرښته مخامخ وليدله.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan