2 په هغه وخت کښې د صُرعا په ښار کښې د دان قبيلې يو سړے وو چې نوم يې منوحه وو، د هغۀ ښځه شنډه وه او بچى يې نۀ وُو.
د سارۍ بچى نۀ وُو، ځکه چې هغه شنډه وه.
د ابرام د ښځې سارۍ تر اوسه پورې بچى نۀ وُو شوى. خو د هغې يوه مِصرۍ وينځه وه چې نوم يې هاجِره وه،
اِسحاق مالِک خُدائ ته د خپلې ښځې دپاره سوال وکړو، ځکه چې هغه شنډه وه. مالِک خُدائ د هغۀ آواز واورېدو او رِبقه اُميدواره شوه.
دان به د خپلو خلقو بادشاه وى. هغوئ به هم د اِسرائيلو د نورو قبيلو په شان وى.
او کومې قبيلې چې په قِريَتيعريم کښې وې دا دى: اِتريان، فُوتيان، سماتيان او مِسراعيان. د صُرعه او استاول ښارونو خلق د دې قبيلو کسان وُو.
خو د هغوئ اولاد نۀ وو ځکه چې اليشبع شنډه وه او دوئ دواړه د ډېر عُمر وُو.
د غرونو په لمنو کښې دا ښارونه وُو، اِستال، صُرعا، اسنا،
په هغې کښې دا علاقې شاملې وې، صُرعا، اِستال، عيرشمس،
د مالِک خُدائ فرښته د جِلجال نه بوکيم ته لاړه او بنى اِسرائيلو ته يې وفرمائيل، ”ما تاسو د مِصر نه راوويستلئ او هغه مُلک ته مې راوستلئ چې ستاسو د پلار نيکۀ سره ما د هغې وعده کړې ده. ما وفرمائيل زۀ به هيڅکله ستاسو سره خپل لوظ مات نۀ کړم.