Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




قاضيانو 13:18 - Pakistani Yousafzai Pashto

18 فرښتې ورته وفرمائيل، ”تۀ زما د نوم تپوس ولې کوې؟ دا يو داسې عجيبه نوم دے چې تۀ به ورباندې پوهه نۀ شې.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




قاضيانو 13:18
7 Iomraidhean Croise  

يعقوب ورته وفرمائيل، ”اوس تۀ ما ته خپل نوم وښايه.“ خو هغۀ ورته ووئيل، ”تۀ ولې زما د نوم تپوس کوې؟“ بيا هغۀ يعقوب له برکت ورکړو.


يعقوب ووئيل، ”ما خُدائ پاک مخامخ ليدلے دے او بيا هم لا ژوندے پاتې يم.“ نو په هغه ځائ يې فنواېل نوم کېښودو.


د ليويانو دې مشرانو خلقو ته آواز وکړو، يشوَع، قدمى‌اېل، بانى، حسبنياه، سربياه، هودياه، شبنياه او فتحياه، او هغوئ ووئيل: ”پاڅئ او د مالِک خُدائ ستاسو د خُدائ پاک ثناء صِفت وکړئ، د هغۀ ثناء صِفت همېشه همېشه کوئ. د هغۀ د شان شوکت والا نوم دې برکتناک وى، دا دې د ټولو صِفتونو او برکتونو نه اوچت وى.“


هغې ته پام کوئ او د هغې خبرې ته غوږ نيسئ. د هغې خِلاف بغاوت مۀ کوئ، ځکه چې هغې له مې پوره اختيار ورکړے دے او هغه به ستاسو بغاوت معاف نۀ کړى.


د هر يو جنګيالى فوجى پېزار او د هغوئ هغه ټولې جامې چې په وينو داغدارې دى، هغه به په اور وسوزولے شى.


زمونږ دپاره يو ماشوم پېدا شوے دے. مونږ له يو زوئ راکړے شوے دے. او حکمرانى به د هغۀ په اوږو وى. هغه به په دې نومونو سره ياديږى، ”عظيم مشير،“ ”خُدائ تعالىٰ،“ ”ابدى پلار“ او ”د امن شهزاده.“


بيا هغه ښځه لاړه او خپل خاوند ته يې ووئيل، ”د خُدائ پاک يو سړے ما له راغلو، هغه د خُدائ پاک د فرښتې په شان هيبتناک ښکارېدو. ما د هغۀ نه تپوس ونۀ وکړو چې د کوم ځائ نه راغلے يې، نو هغۀ ما ته خپل نوم هم ونۀ ښودلو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan