14 هغه به داسې يو څيز هم نۀ خورى چې د انګورو باغ نه راځى، هغه به يو قِسم مے هم نۀ څښى او نۀ به حرام څيز خورى. هغه به خامخا هغه هر څۀ کوى چې ما ورته وئيلى دى.“
خو هغوئ راته په جواب کښې ووئيل چې، ”مونږ مے نۀ څښو، ځکه چې زمونږ نيکۀ يوندب د ريکاب زوئ مونږ ته دا حکم راکړے دے چې تاسو او ستاسو اولاد دې کله هم مے نۀ څښى.
چې بنى اِسرائيلو ته دا اصُول وښائى. کۀ يو سړے يا ښځه د خاص مقصد دپاره د خپل ځان د نذير په حيثيت وقف کولو قسم وکړى او خپل ځان مالِک خُدائ ته وقف کړى
چې تر کومې پورې هغوئ د نذير په حيثيت وقف شوى وى، نو هغوئ به داسې يو څيز هم نۀ خورى چې د انګورو د باغ نه راځى، د انګورو پوستکے يا تخم به هم نۀ خورى.
او دا تعليم ورکوئ چې په هغه ټولو خبرو عمل کوئ چې ما تاسو ته حکم کړے دے. او دا يقين ساتئ چې زۀ به تل او تر قيامته پورې تاسو سره يم.“
تاسو به هله زما دوستان يئ چې زما په حُکمونو عمل کوئ.
خو د هغۀ مور خادِمانو ته ووئيل، ”هر څۀ چې دے درته فرمائى هغه کوئ.“
هغه هر څۀ کوئ چې ما يې حُکم درکړے دے، په دې کښې مۀ څۀ کموئ او مۀ څۀ زياتوئ.
او ستاسو په حقله زمونږ په مالِک اعتماد دے چې تاسو اوس هم هغه کارونه کوئ او بيا به يې هم کوئ د کوم چې مونږ درته حکم کړے دے.
خيال کوه چې مے يا شراب ونۀ څښې او نۀ چې حرام څيز وخورې،
خو هغۀ ما ته وفرمائيل چې زۀ به اُميدواره شم او يو زوئ به مې وشى. هغۀ راته وفرمائيل چې مے يا شراب مۀ څښه او نۀ چې حرام څيز وخورې، ځکه چې تر کومې پورې هغه ماشوم ژوندے وى نو هغه به خُدائ پاک ته د نذير په حيثيت وقف وى.“