13 د مالِک خُدائ فرښتې ورته وفرمائيل، ”ستا ښځه به دا خبره يقينى کړى چې هغه هر څۀ وکړى چې څۀ ما ورته وئيلى دى.
هلته هغۀ ته د مالِک خُدائ هغه فرښته د اور لمبې په شان د بوټى د مينځ نه راڅرګنده شوه. چې د موسىٰ پرې څنګه نظر پرېوتو نو په دې ليدو حېران شو چې په جاړه اور لګېدلے وو خو دا نۀ سوزېدله.
منوحه پاڅېدو او خپلې ښځې پسې لاړو. هغه سړى له ورَغلو او تپوس يې ترې نه وکړو، ”آيا تۀ هغه سړے يې څۀ چا چې زما د ښځې سره خبرې کولې؟“ هغۀ جواب ورکړو، ”آو، زۀ هم هغه يم.“
نو منوحه ترې نه تپوس وکړو، ”کله چې ستا خبره رښتيا شى، نو د هغه هلک د ژوند اصُول به څۀ وى او د هغۀ کار به څۀ وى؟“
خيال کوه چې مے يا شراب ونۀ څښې او نۀ چې حرام څيز وخورې،