12 نو منوحه ترې نه تپوس وکړو، ”کله چې ستا خبره رښتيا شى، نو د هغه هلک د ژوند اصُول به څۀ وى او د هغۀ کار به څۀ وى؟“
ما هغه د دې دپاره غوره کړے دے چې هغه خپلو زامنو او اولاد ته دا نصيحت وکړى چې زما خبره منى او هغه څۀ کوى چې کوم صحيح او حق دى. کۀ دوئ داسې کوى، نو زۀ به هم د هغۀ دپاره هغه هر څۀ وکړم چې ما يې وعده کړې ده.“
سحر دې ستا د تل عُمرى مينې کلام راوړى، ځکه چې زۀ په تا باندې يقين لرم. ما ته هغه لار راوښايه چې زۀ پرې لاړ شم، ځکه چې تا ته ما خپل ځان په دُعا کښې پورته کړے دے.
ماشوم په صحيح لار روان کړه، دے چې لوئ هم شى د هغې نه به وانۀ وړى.
هغۀ ما ته تعليم راکړو او وې وئيل، ”په خپل ټول زړۀ سره زما نصيحت راټينګ کړه، زما په حُکمونو عمل کوه نو ستا ژوند به په خير تير شى.
او اے پلارانو، تاسو خپلو بچو له غصه مۀ ورولئ بلکې د هغوئ تربيت، نصيحت او پالنه د مالِک په طريقه کوئ.
منوحه پاڅېدو او خپلې ښځې پسې لاړو. هغه سړى له ورَغلو او تپوس يې ترې نه وکړو، ”آيا تۀ هغه سړے يې څۀ چا چې زما د ښځې سره خبرې کولې؟“ هغۀ جواب ورکړو، ”آو، زۀ هم هغه يم.“
د مالِک خُدائ فرښتې ورته وفرمائيل، ”ستا ښځه به دا خبره يقينى کړى چې هغه هر څۀ وکړى چې څۀ ما ورته وئيلى دى.