Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




قاضيانو 12:8 - Pakistani Yousafzai Pashto

8 د اِفتاح نه پس، د بيت‌لحم اِبصان د بنى اِسرائيلو قاضى شو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




قاضيانو 12:8
10 Iomraidhean Croise  

او ورسره د قينيانو مُلک، د قنزيانو، د قدمونيانو،


خو تۀ، اے د بيت‌لحم اِفراته، اګر کۀ تۀ د يهوداه په قبيلو کښې وړه يې، خو تا نه به ما دپاره هغه راشى څوک چې به د اِسرائيل سردار وى، د هغۀ نسب زوړ دے، او د پخوانۍ زمانې نه راروان دے.


د هيروديس بادشاه په ورځو کښې د يهوديه په بيت‌لحم کښې عيسىٰ پېدا شو. د هغۀ د پېدايښت نه پس يروشلم ته د نمرخاتۀ طرف نه د ستورو عِلم لرونکى راغلل


په دې کښې قطات، نحلال، سِمرون، اِداله او بيت‌لحم شامل وُو، دا ټول دولس ښارونه وُو، چې ګېرچاپېره ترې نه کلى وُو.


د ابى‌مَلِک د مرګ نه پس د دودو نمسے او د فُوه زوئ، تولع د بنى اِسرائيلو د بچ کولو دپاره راغلو. هغه د يساکار د قبيلې نه وو او د اِفرائيم د غرونو په مُلک سمير کښې اوسېدو.


اِفتاح شپږ کاله د بنى اِسرائيلو قاضى وو. بيا هغه مړ شو او په جِلعاد کښې په يو ښار کښې ښخ شو.


د هغۀ دېرش زامن او دېرش لوڼه وې. هغۀ خپلې لوڼه د خپلې قبيلې نه بهر وادۀ کړې او خپلو زامنو له يې دېرش ښځې د پردو قبيلو نه وادۀ کړې. اِبصان اووۀ کاله د بنى اِسرائيلو قاضى وو،


هم په هغه وخت کښې هلته يو ځوان ليوى وو چې د يهوداه د بيت‌لحم په ښار کښې اوسېدو.


په هغه ورځو کښې د بنى اِسرائيلو بادشاه نۀ وو او يو ليوے چې د اِفرائيم د غرونو په مُلک کښې ډېر لرې اوسېدو، هغۀ د يهوداه د بيت‌لحم نه يوه وينځه بوتله چې ښځه يې شى.


بيا مالِک خُدائ سموئيل ته وفرمائيل، ”تۀ به تر کومې پورې په ساؤل پسې خفګان کوې؟ هغه ما په بنى اِسرائيلو باندې د بادشاهۍ دپاره نامنظوره کړے دے. نو د زيتُونو لږ تېل واخله او بيت‌لحم ته لاړ شه هغه سړى له چې نوم يې يَسى دے، ځکه چې ما د هغۀ د زامنو نه يو کس خوښ کړے دے چې بادشاه شى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan