Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




قاضيانو 12:5 - Pakistani Yousafzai Pashto

5 د دې دپاره چې اِفرائيميان تښتېدو ته پرې نۀ ږدى، جِلعاديانو هغه ځايونه ونيول چې چرته هغوئ د اُردن نه پورې وتلے شول. کله چې به يو اِفرائيمى هم د تښتېدو کوشش کولو نو هغۀ به د پورې وتو اجازت غوښتو او د جِلعاد سړو به ترې نه تپوس کولو، ”تۀ د اِفرائيم د قبيلې يې څۀ؟“ کۀ هغۀ به ووئيل چې، ”نه،“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




قاضيانو 12:5
9 Iomraidhean Croise  

يو بل سړے د نباط زوئ يربعام د سليمان بادشاه خِلاف شو چې هغه د سليمان خپل يو آفسر وو. يربعام په اِفرائيم کښې د صريده وو. او د يربعام د کونډې مور نوم صروعه وو.


د بادشاه سړى د ښار نه لاړل او بيا د ښار دروازه بنده شوه. هغوئ د بنى اِسرائيلو جاسوسانو پسې تر هغه ځائ پورې لاړل چرته چې سړک د اُردن سيند نه تېريږى.


باقى بنى اِسرائيلو ته ووئيلے شول چې، ”واورئ، د روبين، جاد او د منسى نيمې قبيلې کنعان مُلک ته ننوتلو په ځائ کښې، زمونږ په طرف باندې د اُردن سيند سره يوه قربان‌ګاه جوړه کړې ده.“


بيا اِفتاح د جِلعاد ټول سړى راغونډ کړل، د اِفرائيم د سړو سره يې جنګ وکړو او هغوئ له يې شکست ورکړو ځکه چې د اِفرائيم خلقو وئيلى وُو چې، ”تاسو جِلعاديان تش د اِفرائيم او منسى مفروران يئ.“


هغوئ به ورته ووئيل چې، ”شبوليت ووايه.“ خو هغۀ به ورته په جواب کښې ”سبوليت“ ووئيل ځکه چې هغۀ به دا ټکے صحيح نۀ شو وئيلے. نو هغه به يې ونيولو او د اُردن سيند نه د پورې وتو په ځائ کښې به يې ووژلو. په هغه وخت کښې دوه څلوېښت زره اِفرائيميان ووژلے شول.


هم په هغه وخت کښې هلته يو ځوان ليوى وو چې د يهوداه د بيت‌لحم په ښار کښې اوسېدو.


هغۀ ورته ووئيل، ”په ما پسې راځئ. مالِک خُدائ تاسو له په خپلو دشمنانو يعنې موآبيانو باندې فتح درکړې ده.“ نو هغوئ په اهُود پسې لاندې لاړل او هغه ځائ يې قبضه کړو چې په کوم ځائ کښې به موآبيان د اُردن سيند نه پورې وتل، هغوئ هيچا له هم د پورې وتلو اجازت ورنۀ کړو.


جدعون د غرونو مُلک ټول اِفرائيم ته پېغام وړُونکى ولېږل چې ووائى، ”لاندې راشئ او د ميديانيانو سره جنګ وکړئ. د اُردن سيند او د بيت‌باره پورې ټول نِهرونه ونيسئ، چې ميديانيان ترې نه راپورې نۀ وځى.“ نو د اِفرائيم سړى راغونډ کړے شول او هغوئ د اُردن سيند او د بيت‌باره پورې نِهرونه ونيول.


يو سړے چې نوم يې القنه وو هغه راما ښار کښې اوسېدو. د هغۀ تعلق د اِفرائيم قبيلې سره وو، او د اِفرائيم د غرونو په مُلک کښې پاتې کېدو. هغه د يروحام زوئ او د اليهُو نمسے وو او هغه د توخُو د خاندان نه وو چې د صُوف د قبيلې يوه برخه وه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan