2 خو اِفتاح هغوئ ته ووئيل، ”زما او زما د خلقو د عمونيانو سره يوه سخته لانجه وه. ما تاسو راوغوښتلئ، خو تاسو زۀ د هغوئ نه بچ نۀ کړم.
د اِفرائيم سړى د جنګ دپاره تيار شول، هغوئ د اُردن سيند نه صفون ته پورې وتل او اِفتاح ته يې ووئيل، ”تۀ د عمونيانو سره جنګ دپاره د حد پولې نه ولې واوړېدلې او مونږ دې راونۀ غوښتلو چې تا سره لاړ شُو؟ مونږ به ستا کور سره تا وسوزوو.“
کله چې ما ته پته ولګېده چې تاسو زما د بچ کولو دپاره رانۀ غلئ، نو ما خپل ژوند په خطره کښې واچولو او د حد پولې نه واوړېدم چې د هغوئ سره جنګ وکړم او مالِک خُدائ ما له په هغوئ باندې فتح راکړه. نو اوس تاسو ما سره جنګ کولو له ولې راغلى يئ؟“