Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




قاضيانو 12:1 - Pakistani Yousafzai Pashto

1 د اِفرائيم سړى د جنګ دپاره تيار شول، هغوئ د اُردن سيند نه صفون ته پورې وتل او اِفتاح ته يې ووئيل، ”تۀ د عمونيانو سره جنګ دپاره د حد پولې نه ولې واوړېدلې او مونږ دې راونۀ غوښتلو چې تا سره لاړ شُو؟ مونږ به ستا کور سره تا وسوزوو.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




قاضيانو 12:1
14 Iomraidhean Croise  

زما د مينې په بدل کښې يې په ما اِلزامونه ولګول، خو زۀ د هغوئ دپاره دُعا کوم.


بيا ما دا هم وکتل چې ټول خلق دې دپاره محنت کوى او د اُستاذۍ نه کار اخلى ځکه چې هغوئ د يو بل سره حسد کوى. خو دا بې‌معنې وى. دا داسې دى لکه چې څوک هوا پسې منډې وهى.


ستاسو مشرانو به چې کله هم خبرې کولې نو ټول اِسرائيليان به ريږدېدل، کۀ څۀ هم چې دوئ اهم خلق وُو بلکې بعل ته په عبادت کولو سره يې ګناه وکړه او په دې کولو سره هغوئ خپله تباهى يقينى کړه.


کۀ يوه بادشاهى په خپلو کښې وويشلے شى نو هغه بادشاهى پاتې کېدے نۀ شى.


خو عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”ما تاسو ته د پلار له طرفه ډېر نېک کارونه وښودل. نو تاسو ما د کوم کار په وجه سنګساروئ؟“


ځکه چې چرته چې کينه او خود غرضى وى، هلته به فساد او هر قِسم شرارت هم کيږى.


چې ښځې به هر کال څلور ورځې تلې چې د جِلعاد د اِفتاح د لور دپاره ماتم وکړى.


خو اِفتاح هغوئ ته ووئيل، ”زما او زما د خلقو د عمونيانو سره يوه سخته لانجه وه. ما تاسو راوغوښتلئ، خو تاسو زۀ د هغوئ نه بچ نۀ کړم.


په څلورمه ورځ هغوئ د سمسون ښځې ته ووئيل، ”خپل خاوند وغولوه چې مونږ ته د دې سخت سوال مطلب وښائى. کۀ تا ونۀ ښودلو نو مونږ به ستا د پلار په کور اور ولګوو او تا به هم په کښې وسوزوو. تا مونږ د دې دپاره راغوښتى يُو څۀ چې غريبانان شُو؟ کۀ داسې نۀ ده؟“


کله چې فلستيانو تپوس وکړو چې، ”دا چا کړى دى؟“ نو هغوئ خبر شول چې دا سمسون کړى دى، ځکه چې د تمنت يو سړى يعنې د هغۀ سخر، د سمسون ښځه د سمسون ملګرى له ورکړې وه. نو فلستيان لاړل او هغه ښځه او د هغې پلار يې په اور وسوزول.


بيا د اِفرائيم سړو جدعون ته ووئيل، ”کله چې تۀ د ميديانيانو سره جنګ له تلې نو مونږ دې ولې ونۀ غوښتلو؟ تا مونږ سره داسې سلوک ولې وکړو؟“ او هغوئ ورباندې سخت تنقيد وکړو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan