9 اِفتاح هغوئ ته ووئيل، ”ښه ټيک ده کۀ تاسو ما د ځان سره واپس بوځئ چې عمونيانو سره جنګ وکړم او مالِک خُدائ ما له فتح راکړى، نو زۀ به ستاسو مشر شم.“
هغوئ ورته په جواب کښې ووئيل، ”مونږ ته منظوره ده. مالِک خُدائ زمونږ ګواه دے.“
هغوئ اِفتاح ته ووئيل، ”اوس مونږ تا له ځکه راواپس شُو چې غواړُو چې مونږ سره لاړ شې او د عمونيانو سره جنګ وکړې او د جِلعاد د ټولو خلقو مشرى وکړې.“