قاضيانو 11:39 - Pakistani Yousafzai Pashto39 دوه مياشتې پس هغه واپس خپل پلار له راغله. هغۀ هم هغه شان وکړل چې څنګه يې د مالِک خُدائ سره لوظ کړے وو. او هغه په پېغلتوب کښې مړه شوه او د يو سړى سره يې هم تعلق نۀ وو لرلے نو داسې په بنى اِسرائيلو کښې د دې نه يو رِواج جوړ شو Faic an caibideil |
خو څوک چې غوَيے حلال کړى هغه داسې دے لکه چې انسان حلال کړى، څوک چې يو ګډُورے حلال کړى هغه داسې دے لکه چې د يو سپى څټ مات کړى، څوک چې د غلې نذرانه پېش کړى هغه داسې دے لکه چې د خنزير وينه پېش کړى، څوک چې خوشبوئى پېش کړى هغه داسې دے لکه چې بُت پرستى وکړى. دې خلقو خپلې غلطې لارې خوښې کړې دى، او د دوئ ځان په خپلو حرامو څيزونو خوشحاليږى.