Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




قاضيانو 11:32 - Pakistani Yousafzai Pashto

32 نو اِفتاح د عمونيانو سره جنګ دپاره د سيند نه پورې وتلو او مالِک خُدائ هغۀ له فتح ورکړه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




قاضيانو 11:32
6 Iomraidhean Croise  

او د يهوداه قبيله په شريکه جنګ له لاړل. مالِک خُدائ هغوئ له په کنعانيانو او فرزيانو فتح ورکړه او هغوئ د بزق په ښار کښې لسو زرو سړو له شکست ورکړو.


کۀ زۀ واپس په خېر سره راورسېدم او څوک هم چې زما د کور نه وړومبے زما سره د مِلاوېدو دپاره راووتل نو هغه به د مالِک خُدائ وى نو هغه څيز به هغۀ ته د سوزېدونکې نذرانې په توګه پېش کړم.“


هغۀ د عيروعير نه واخله، د مِنيت نه ګېرچاپېره علاقه او تر ابيل کراميم پورې ټول شل ښارونه وران کړل. هلته يو لوئ قتلِ عام وو او عمونيانو د بنى اِسرائيلو نه شکست وخوړو.


بيا مالِک خُدائ په بنى اِسرائيلو باندې قاضيان مقرر کړل او دې قاضيانو د ډاکوانو نه خلاص کړل.


کله هم چې مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو له يو قاضى ورکړو، نو مالِک خُدائ به د هغه قاضى مل وو او خلق به يې د خپلو دشمنانو نه بچ کول چې تر کومې به هغه قاضى ژوندے وو. نو مالِک خُدائ به په هغوئ رحم کولو ځکه هغوئ د خپلو تکليفونو او مصيبتونو لاندې فرياد کولو.


د مالِک خُدائ روح په هغۀ نازل شو او هغه د بنى اِسرائيلو قاضى شو. عتنى‌اېل جنګ له لاړو او مالِک خُدائ هغۀ له د مسوپتاميه په بادشاه باندې فتح ورکړه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan