3 اِفتاح د خپلو وروڼو نه وتښتېدو او د طوب په مُلک کښې اوسېدو. هلته د بېکاره بدمعاشانو ډله د هغۀ سره شوه او هغوئ به د هغۀ سره ګرځېدل.
کله چې عمونيانو ته پته ولګېده چې داؤد يې دشمن شوے دے، نو هغوئ د بيترِحوب او ضوباه نه شل زره شامى فوجيان په پېسو راوستل، د معکه د بادشاه ورسره زر سړى او د طوب ورسره دولس زره سړى وُو.
عمونيان روان شول او د ربه په دروازه کښې يې د جنګ دپاره صفونه جوړ کړل، کوم چې د هغوئ مرکزى ښار وو، خو هغه نورو يعنې شاميانو او د طوب او معکه سړو په مېدان کښې د جنګ تيارے وکړو.
خو يهوديانو د حسد له کبله د څۀ بازارى بدمعاشانو په مدد، جلوس راوويستو او په ښار کښې يې اله ګوله جوړه کړه. هغوئ د ياسون کور راګېر کړو چې پولوس او سيلاس ولټوى او د خلقو ګڼې ته يې راوباسى.
د جِلعاد د خپلې ښځې نه نور زامن هم وُو او کله چې هغوئ لوئ شول، نو اِفتاح يې مجبور کړو چې د کور نه لاړ شى. هغوئ هغۀ ته ووئيل، ”تا ته به زمونږ د پلار په ميراث کښې هيڅ هم نۀ ملاويږى، تۀ د بلې ښځې زوئ يې.“
هغوئ هغۀ له د بعلبريت د لوظ عبادتخانې نه اويا د سپينو زرو سيکې ورکړې او په دې پېسو هغۀ د بېکاره بدمعاشانو يوه ډله ځان سره کړه چې ملګرتيا يې وکړى.
کوم خلق چې په تکليف کښې وُو، قرضدارى وُو يا خفه وُو نو هغوئ ورغلل، دا تقريباً ټول څلور سوه سړى وُو او هغه د هغوئ مشر شو.
نو داؤد او د هغۀ شپږ سوه سړى د جات بادشاه د معوک زوئ اکيس مُلک ته لاړل.