28 خو د عمون بادشاه، د اِفتاح د طرف نه دې پېغام ته هيڅ پام ونۀ کړو.
خو امصياه ورته غوږ نۀ نيولو، نو يهوآس بادشاه د خپلو سړو سره روان شو او په يهوداه کښې يې د بيتشمس سره د هغۀ خِلاف جنګ وکړو.
غرور انسان د تباهۍ طرف ته بوځى، او د راپرېوتلو نه وړاندې تکبر راځى.
نه، ما ستاسو سره هيڅ بد نۀ دى کړى. تاسو دا بد کوئ چې زما سره جنګ کوئ. مالِک خُدائ قاضى دے. هغه به نن د بنى اِسرائيلو او عمونيانو په مينځ کښې فېصله وکړى چې څوک په حقه دى.“
بيا د مالِک خُدائ روح په اِفتاح نازل شو. هغه په جِلعاد او په منسى کښې تېر شو او په جِلعاد کښې مصفاه ته راواپس شو او د هغه ځائ نه يې د عمونيانو خِلاف روان شو.