26 بنى اِسرائيلو درې سوه کالو راسې حسبون او عيروعير او د دې نه ګېرچاپېره ښارونه او د ارنون سيند په غاړه ټول ښارونه قبضه کړى دى. تاسو په هغه وخت هغه واپس ولې نۀ وُو نيولى؟
اے د عروعير اوسېدونکو د سړک په غاړه ودرېږئ او خلقو ته وګورئ. د هغه نارينه او زناناؤ نه څوک چې تښتى تپوس وکړئ چې څۀ چل وشو؟
د کنعان په مُلک کښې د اووۀ قومونو بربادولو نه پس هغۀ د هغوئ زمکه خپلو خلقو له په ميراث کښې ورکړه.
”کله چې مونږ د موآب نه تېر شوى وُو، مالِک خُدائ مونږ ته وفرمائيل، اوس، روان شئ او د ارنون سيند نه پورې وځئ. زۀ د حسبون امورى بادشاه سيحون او د هغۀ مُلک تاسو له درکوم، په هغۀ حمله وکړئ او د هغۀ مُلک قبضه کړئ.
مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک د عروعير نه واخله، چې د ارنون مېدان په غاړه باندې دے او کوم ښار چې د هغه مېدان په مينځ کښې دے، تر جِلعاد پورې ټول ښارونه راباندې ونيول. داسې د يو ښار دېوالونه هم نۀ وُو چې زمونږ مخه يې نيولے وے.
خو مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې د هغۀ نه مۀ يرېږه. زۀ هغه، د هغۀ سړى او د هغۀ ټوله علاقه تاسو له درکوم. د هغۀ سره هم هغه شان کار وکړئ لکه څنګه چې مو د امورى بادشاه سيحون سره کړے وو چې هغۀ په حسبون بادشاهى کوله.
مونږ ټول ښارونه تباه کړل او ټول سړى، ښځې او ماشومان مو ووژل، هم هغه شان لکه څنګه چې مونږ د حسبون بادشاه چې نوم يې سيحون وو په ښارونو کښې کړى وُو.
يو امورى بادشاه سيحون وو چې هغۀ به په حسبون باندې بادشاهى کوله. د هغۀ په بادشاهۍ کښې نيم جِلعاد شامل وو، د عروعير نه واخله چې د ارنون وادۍ په غاړه وو او د هغه وادۍ په مينځ کښې ښار او هم داسې د يبوق سيند پورې چې دا د عمون سرحد وو،
د هغۀ په بادشاهۍ کښې د حرمون غر، سلکه او د جسور سرحدونو پورې ټول بسن او معکه او نيم جِلعاد او هم داسې د حسبون بادشاه سيحون د علاقې پورې مُلک په کښې شامل وو.
دا د عمون سرحد پورې لاړه او هغه ټول ښارونه په کښې شامل وُو په کومو باندې چې امورى بادشاه سيحون حکومت کړے وو، چې هغۀ په حسبون کښې بادشاهى کړې وه.
د هغوئ علاقه د ارنون وادۍ په غاړه د عروعير پورې او د هغه وادۍ تر مينځ ښار پورې خوره وه او په دې کښې د ميدبا نه ګېرچاپېره ټولې اوچتې علاقې شاملې وې.
په دې کښې حسبون او د اوچتې علاقې ټول ښارونه شامل وُو يعنې ديبون، بامات بعل، بيتبعل معون،
ډېره موده وروستو مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو له د هغوئ ګېرچاپېره دشمنانو نه امن ورکړو. په هغه وخت کښې يشوَع ډېر بوډا وو،
هغوئ اتلس کاله هغه ټول بنى اِسرائيل په تکليف کښې واچول او ظلم زياتے يې ورسره کولو کوم چې په جِلعاد کښې د اُردن سيند نمرخاتۀ طرف ته د اموريانو په مُلک کښې اوسېدل.
څلوېښت کاله په هغه مُلک کښې امن وو او بيا د قنز زوئ عتنىاېل مړ شو.
په هغه ورځ بنى اِسرائيلو موآبيانو له شکست ورکړو او اتيا کاله په هغه مُلک کښې امن وو.
مالِکه خُدايه، ستا ټول دشمنان دې هم داسې مړۀ شى، خو ستا دوستان دې د خپل ټول زور سره د ختونکى نمر په شان وځليږى.“ او څلوېښت کاله په هغه مُلک کښې امن وو.
نو ميديانيانو د بنى اِسرائيلو نه شکست وخوړو او هغوئ نور د خطرې سبب نۀ شول. څلوېښت کاله په هغه مُلک کښې امن وو، تر دې پورې چې جدعون مړ شو.
ابىمَلِک په بنى اِسرائيلو باندې درې کاله بادشاهى وکړه.