25 ستاسو خيال دا دے څۀ چې تاسو د موآب د بادشاه د صفور د زوئ بلق نه ښۀ يئ؟ هغۀ کله بنى اِسرائيلو ته د جنګ دعوت ورکړے دے څۀ؟ هغۀ کله زمونږ خِلاف جنګ کړے دے څۀ؟
اے زما خلقو، هغه وخت راياد کړئ چې بلق د موآب بادشاه تاسو ته د نقصان رسولو کوشش کولو او بعور د بلعام زوئ څۀ جواب ورکړو. راياد کړئ خپل سفر د شطيم نه تر جِلجال پورې، نو تاسو ته به د مالِک خُدائ د صداقت کارونه معلوم شى.“