Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




قاضيانو 11:21 - Pakistani Yousafzai Pashto

21 خو مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک، بنى اِسرائيلو له په سيحون او د هغۀ په لښکر باندې فتح ورکړه. نو بنى اِسرائيلو د هغه اموريانو هغه ټوله علاقه قبضه کړه کوم چې په هغه مُلک کښې اوسېدل.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




قاضيانو 11:21
8 Iomraidhean Croise  

اِسرائيليان د يهوداه د خلقو نه وتښتېدل او خُدائ پاک د يهوداه خلق په هغوئ باندې زورَور کړل.


تاسو ته پته نشته چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک د داؤد سره يو نۀ ختمېدونکے لوظ وکړو، چې هغۀ او د هغۀ اولاد له يې په اِسرائيل باندې د همېشه دپاره بادشاهى ورکړه؟


زۀ به ستاسو د زمکې سرحدونه د بحرِقُلزم نه واخله د مديترانى د سمندر پورې او د بيابان نه د فرات سيند پورې خوارۀ کړم. زۀ به د هغې زمکې اوسېدونکى ستاسو په لاس کښې درکړم او چې تاسو مخ په وړاندې ځئ نو هغوئ به وشړئ.


خو زما خلقو وکتل چې ما اموريان تباه کړل، اګر کۀ هغوئ د دِيار په شان لوَړ او د څېړۍ په شان مضبوط وُو. ما بره نه د هغې مېوه او لاندې نه جرړې وويستلې او برباد مې کړل.


خو بنى اِسرائيلو په جنګ کښې ډېر دشمنان ووژل او د ارنون سيند نه واخله تر يبوق سيند پورې زمکه يې ترې نه ونيوله، خو د يبوق نه وروستو د عمونيانو د علاقې د حد پوله ډېره مضبوطه وه.


سيحون د خپلو ټولو سړو سره د يهض ښار سره نزدې زمونږ سره د جنګ دپاره راووتلو.


مالِک خُدائ يشوَع ته وفرمائيل، ”ما يريحو سره د هغې د بادشاه او سره د هغې د بهادرو سپاهيانو، تا ته حواله کړے دے.


خو سيحون بنى اِسرائيليان تېرېدو ته نۀ پرېښودل ځکه چې په هغوئ بې‌اعتباره وو. هغۀ خپل ټول لښکر راغونډ کړو، په يهض کښې يې خېمې ولګولې او په بنى اِسرائيلو يې حمله وکړه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan