19 بيا بنى اِسرائيلو په حسبون کښې د اموريانو بادشاه سيحون ته پېغام وړُونکى ولېږل، چې د هغۀ نه اجازت وغواړى چې هغوئ د هغۀ په مُلک کښې تېر شى او خپل مُلک ته لاړ شى.
خو سيحون بنى اِسرائيليان تېرېدو ته نۀ پرېښودل ځکه چې په هغوئ بېاعتباره وو. هغۀ خپل ټول لښکر راغونډ کړو، په يهض کښې يې خېمې ولګولې او په بنى اِسرائيلو يې حمله وکړه.