Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




قاضيانو 11:12 - Pakistani Yousafzai Pashto

12 بيا اِفتاح د عمون بادشاه له پېغام وړُونکى ولېږل چې ورته ووائى، ”تۀ زمونږ سره څۀ لانجه لرې؟ تا زمونږ په مُلک باندې ولې حمله کړې ده؟“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




قاضيانو 11:12
11 Iomraidhean Croise  

موسىٰ د قادِس نه ادومى بادشاه له پېغام وړُونکى ولېږل. هغوئ ورته ووئيل، ”دا پېغام ستاسو د خپلوانو، د بنى اِسرائيلو د طرف نه دے. تاسو ته پته ده چې په مونږ کوم تکليفونه تېر شوى دى،


بيا بنى اِسرائيلو د اموريانو بادشاه سيحون ته پېغام وړُونکى ولېږل چې ورته ووائى،


هغوئ چغې کړې، ”اے د خُدائ پاک زويه. تۀ زمونږ نه څۀ غواړې؟ تۀ دلته د دې دپاره راغلے يې چې مونږ د قيامت نه وړاندې په عذاب کړې څۀ؟“


بيا ما د قديمات د بيابان نه د حسبون بادشاه سيحون ته د صُلحې د پېش‌کش دپاره پېغام وړُونکى ورولېږل چې وئيل چې


نو اِفتاح د جِلعاد مشرانو سره لاړو او خلقو هغه د قبيلو مشر او فوجى مشر جوړ کړو. اِفتاح په مصفاه کښې د مالِک خُدائ په وړاندې خپل د تړون خبرې بيان کړې.


د عمون بادشاه د اِفتاح پېغام وړونکو ته جواب ورکړو، ”کله چې بنى اِسرائيليان د مِصر نه راووتل، نو هغوئ د ارنون سيند نه واخله تر يبوق سيند او د اُردن سيند پورې زما مُلک ونيولو. نو اوس به تۀ ما له دا بغېر د جنګ جګړې واپس راکوې.“


خو اِفتاح هغوئ ته ووئيل، ”زما او زما د خلقو د عمونيانو سره يوه سخته لانجه وه. ما تاسو راوغوښتلئ، خو تاسو زۀ د هغوئ نه بچ نۀ کړم.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan