Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




قاضيانو 11:1 - Pakistani Yousafzai Pashto

1 د جِلعاد يو بهادر فوجى اِفتاح د يوې کنجرې زوئ وو. د هغۀ د پلار هم جِلعاد نوم وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




قاضيانو 11:1
6 Iomraidhean Croise  

نو د شامى فوج مشر نعمان، د شام د بادشاه يو ډېر عزتمند کس وو، ځکه چې د نعمان په ذريعه مالِک خُدائ شامى فوج له فتح ورکړې وه. هغه يو تکړه فوجى وو، خو د جذام بيمارى يې لرله.


او نور زۀ څۀ ووايم؟ ځکه دومره وخت راسره نشته چې د جدعون، برق، سمسون، جفتاه، داؤد، سموئيل او د نورو نبيانو حال بيان کړم.


هلته خلقو او د بنى اِسرائيلو د قبيلو مشرانو يو بل ته ووئيل، ”څوک چې په عمونيانو باندې وړومبے حمله وکړى نو هغه به د جِلعاد په ټولو خلقو باندې مشر شى.“


د جِلعاد د خپلې ښځې نه نور زامن هم وُو او کله چې هغوئ لوئ شول، نو اِفتاح يې مجبور کړو چې د کور نه لاړ شى. هغوئ هغۀ ته ووئيل، ”تا ته به زمونږ د پلار په ميراث کښې هيڅ هم نۀ ملاويږى، تۀ د بلې ښځې زوئ يې.“


د مالِک خُدائ فرښته هلته هغۀ ته راڅرګنده شوه او ورته يې وفرمائيل، ”اے تکړه او طاقتور سړيه. مالِک خُدائ ستا مل دے.“


مالِک خُدائ جدعون، برق او اِفتاح راولېږل او په آخر کښې يې زۀ راولېږلم. مونږ هر يو تاسو د ګېرچاپېره دشمنانو نه بچ کړئ او تاسو په خېر سره ژوند تېرولو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan