8 هغوئ اتلس کاله هغه ټول بنى اِسرائيل په تکليف کښې واچول او ظلم زياتے يې ورسره کولو کوم چې په جِلعاد کښې د اُردن سيند نمرخاتۀ طرف ته د اموريانو په مُلک کښې اوسېدل.
دا ګناه به ستاسو دپاره د يو داسې اوچت دېوال په شان وى چې چاودے او کوږوالے پکښې راغلے وى او دېوال کينوى او بيا سمدستى يو درز سره زمکې ته راګزار شى.
د منسى زوئ مکير قبيلې د جِلعاد په مُلک حمله وکړه او هغه يې ونيولو او هلته چې کوم اموريان وُو هغه يې ترې نه وشړل.
کله چې هغوئ وائى چې، ”امن او سلامتى ده،“ نو ناګهانه به په هغوئ هلاکت راشى لکه څنګه چې په اُميدوارې ښځې د ماشوم پېدا کېدو درد راشى، نو هغه خلق به تښتېدلے نۀ شى.
يائير مړ شو او په قامون کښې ښخ شو.
نو مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو ته په قهر شو او فلستيانو او عمونيانو له يې موقع ورکړه چې بنى اِسرائيلو له شکست ورکړى.
عمونيان د اُردن نه هم پورې وتل چې د يهوداه، بنيامين او اِفرائيم قبيلو سره جنګ وکړى. بنى اِسرائيليان په سخت کړاؤ کښې وُو.
ميديانيان د بنى اِسرائيلو نه طاقتور وُو او بنى اِسرائيليان د هغوئ نه په غارونو او د غرونو په نورو محفوظو ځايونو کښې پټېدل.